CRI Online

اتمر او صالح: په افغانستان کې امريکايي دايمي اډې اړينې دي

cri     (GMT+08:00) 2011-11-04 15:56:05

د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير او ددغه هېواد د ملي امنيت يا استخباراتو پخواني مشر امرالله صالح وويل په افغانستان کې د امريکا اوږدمهالې اډې په دغه هېواد کې د نويمو کلونو د جگړو او ناخوالو د بيا پېښيدو مخه نيولاى شي.

دغو پخوانيو چارواکو وويل چې اوږدمهالې اډې د ترهگرۍ د ماتولو او د سياسي،اقتصادي،او پوځي بيا رغاونې په څېر ملي گټې خوندي کولاى شي.

د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر دا هم وويل، چې په دغه هېواد کې د امريکا اوږدمهالې پوځي اډې جوړول د سيمه ييزو سياليو مخه هم نيولای شي : (( زموږ ملي گټه په دې کې ده چې افغانستان بايد يو ځل بيا د سميزو سياليو او جگړو ډگر نه شي .

اوسمهال هره ورځ وينو چې سيمه ډلبندي کوي،او د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال ته چمتوالى نيسي.

دوى به کومه بلا پر دې ملت راولي، دا مخکې هم موږ ليدلي دي،او دا ملت ددى وړ نه دى چې يو ځل بيا يې وويني.

نو زموږ ملي گټه په دې کې ده چې موږ بايد د سيمې د سياليو پر وړاندې و درېږو او موږ په دې برخه کې يوه نړيوال ستراتيژيک ملگري ته اړتيا لرو.))

ښاغلي اتمر وويل د افغان حکومت مشرتابه بايد په رښتيني ډول په دې اړه له امريکايانو سره خبرې وکړي او تر لاسه شوې پايلې له ولس سره شريکې کړي .

خو د افغانستان د استخباراتو يا ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح وويل د هغو کره معلوماتو پر بنسټ چې دی يې لري، امريکانه شي کولای چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره هومره وساتي لکه چې اوس ده.

دی وايي که تر 2014 کال وروسته امريکايان پاتې کېږي هم، نو دسرتېرو شمېره به يې له شل تر دېرش زره پورې وي .

ښاغلي صالح وويل امريکا د ترهګرۍ د ماتولو په موخه افغانستان ته راغلې ده، خو په بنسټيز ډول د افغانستان او امريکا په دښمنانو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی: ((هغه څه چې ما په بيا بيا ويلي دي، په بنسټ کې کوم بدلون نه دى راغلى، هماغه طالبان دي،هماغه القاعده ده او هماغه دوه مخی پاکستان دى.

اوس چې زه له خپل ستراتيژيک ملگري امريکا سره مخالفت وکړم ، نو په کوم ضمانت او کوم ځواک؟

زما په دښمن کې خو هېڅ بدلون نه دى راغلى، نو تر کومه چې په بنسټونو کې بدلون را نه شي، زموږ گټه په دې کې نه ده چې ووايو امريکا ته اړتيا نه لرو.

په بنسټونو کې هېڅ بدلون نه دى راغلى، هماغه وژنې دي، هماغه ځانمرگي دي،او هماغه سوې ځمکه ده.))

په افغانستان کې د امريکا د ممکنه اوږدمهالو اډو د جوړلو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې د يادو شويو پخوانيو امنيتي چارواکو، په وينا امريکايي چارواکي په دې اړه پر يوه باور نه دي .

دوی وايي امريکا ځکه په ښکاره ټکو دغه مسله نه مطرح کوي، چې ښايي په افغانستان کې دننه ځينې حساسيتونه را وپاروي. له دې سره سره چې د افغانستان دفاع وزير په دغه هېواد کې د امريکا د اوږدمهالو اډو د جوړېدو ملاتړ کړی، خو د کابينې يوه بل غړي د اوبو او برېښنا وزير او پخواني قوماندان محمد اسماعيل په دې وروستيو کې ددفاع پر وزير له دې امله کلکې نيوکې وکړې چې ولې يې ددغو اډو ملاتړ کړی دی .

تر دې مهاله هېڅ امريکايي چارواکي ددغو اډو څرګندغوښتنه نه ده کړې، بلکې ځينو خو لا دا ګنګوسي رد کړي هم دي .

يوازې په کابل کې د امريکا سفير کارل اېکېنبېري ويلي که افغانان تر هر وخته وغواړي، دوی به يې ترڅنګ پاتې شي .

(د بي بي سي خبر)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای