دغه بريد چې تېره ورځ له ماسپښين وروسته شا او خوا درې بجې پيل شوى و، په اړه يې افغان چاواكو ويلي چې په ترڅ كې يې د يادې ولسوالۍ درې تنه پوليس وژل شوي او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان سمونوال حبيب نور تر څنګ يو بل پوليس هم ټپي شوى دى.
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون تېره ورځ ازادۍ راډيو ته ويلي و، چې جګړه له پيل كېدو دوه ساعته وروسته پاى ته ورسېده، خو نه يې د مرګ ژوبلې د وروستۍ شمېرې په اړه څه وويل او نه يې هم د وسله والو طالبانو د وروستۍ ادعا په اړه نظر وركړ، چې ويل كېږي جګړه د جمعې ورځې تر نهو بجو پورې روانه ده.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو كې ازادۍ راډيو ته وويل، چې لا هم د جګړې په سيمه كې د دوي وسله وال كسان په جګړه بوخت دي، خو په جګړه كې د ژونديو پاتې شوېو بريد كوونكو د شمېر په اړه يې څه ونه ويل.
نوموړي دا هم وويل، چې تر دې مهاله ګڼ شمېر وژل شوي او ژوبل افغان امنيتي كسان د پېښې په سيمه كې پراته دي، د دوي جنګيالي د ولسوالۍ د ودانۍ له دويم پوړ څخه د ملي اردو، كمپاين او سرحدي پوليسو په ورڅېرمه مركزونو د سپكو او درنو وسلو ګزارونه كوي.
د دې تر څنګ د څمكنيو ولسوالۍ ښارګوټي ته د نږدې سيمو اوسېدونكي هم دا تاييدوي چې، جګړه لا هم روانه ده او د بهرنيو ځواكونو پوځې هليكوپترې په دوامدار ډول د ولسوالۍ پر ودانۍ مرمۍ اوروي.
د دې ولسوالۍ يو تن اوسېدونكي امير محمد ازادۍ راډيو ته وويل، چې د بهرنيو ځواكونو امبولانس چورلكې ولسوالۍ ته څېرمه ناستې كوي او بيا په بيړه پورته كېږي، چې د نوموړي په وينا د پېښې د سيمې له څنډو څخه ژوبل او وژل شوي كسان له ځانه سره لېږدوي.
بل خوا نا تاييد راپورنه دا هم وايي، چې په دغه جګړه كې د بهرنيو ځواكونو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ويل كېږي، چې د ولسوالۍ ښارګوټي تړل شوى او بهرني ځواكونه هيچا ته اجازه نه وركوي چې ښارګوټي ته داخل شي.
دغه بريد چې لا يې هم په ترڅ كې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وروستي او كره معلومات نه دي روښانه شوي، تېره ورځ هغه مهال پيل شو، چې يوه طالب وسله وال بريد ګر د موټر بم په واسطه د ولسوالۍ لومړۍ دروازه په نښه كړه او له هغه وروسته يې پاتې ملګري د وسلوالۍ ودانۍ ته ننوتل.
ويل كېږي، چې د بريد پر مهال د ولسوالۍ په ودانۍ كې د شپېتو په شا او خوا كې قومي مشران او د څمكنيو په شمول د دوو نورو ولسواليو ولسوالان راغونډ شوي و او په دې اړه يې خبرې كولې چې د جوړېدونكې لويې جرګې لپاره كوم ښاغلي غوره كړي.
د دې پېښې كره جزيات به د ورځې په اوږدو كې خپاره شي.
له ازادۍ راډيو څخه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |