CRI Online

پاکستان له ترکمنستان سره د غازو بيه ومنله

cri     (GMT+08:00) 2011-11-15 15:39:41
پاکستان او ترکمنستان د يوۀ تړون په لاسليکولو د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ليږدېدونکو غازو بيه څرگنده شوه.

ترکمنستان منلې چې په نړيوال بازار کې د اوومو تيلو له بيې به په سلو کې ٣٠ د دوى د غازو بيه ټيټه وي.

په بله وينا د ترکمنستان د غازو بيه به په نړيوال بازار کې د تيلو له بيو سره تړلې وي.

د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ د غازو پر بيې دغه جوړ جاړى يوازې د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ دى.

د افغانستان او هند له استازو سره به د غازو پر بيې او د ترانزيت پر لگښت جلا خبرې کيږي.

کلېکاږل د طاهر خان راديويي رپوټ د دې ځاى په کېکاږلو واورئ

پاکستاني او ترکمن چارواکي وايي د دغې نلليکې د نظريې له پيليدا راهيسته نننى ( دوشنبه د نومبر ١٤) گام تر ټولو لوى دى.

د پاکستان لومړي وزير او د ترکمنستان ولسمشر په اسلام اباد کې د دغه تړون د لاسليک چارې وليدې.

دواړو هيوادونو په گڼو نورو برخو کې هم د همکاريو تړونونه لاسليک کړل.

د ترکمنستان ولسمشرقربانقلي بيرديمحمدوف له پاکستان سره د بيلا بيلو تړونونو د لاسليک لپاره اسلام اباد ته تللى دى.

د افغانستان له لارې د ترکمنستان د غازو د ليږدونې نظر يوه نيمه لسيزه وړاندې مطرح شو خو په افغانستان کې پرله پسې نااراميو يې مخه ډب کړې وه.

په تيرو څو کلونو کې پر دغې نلليکې بيا خبرې تودې شوې.

شک

څو اوونۍ وړاندې د ترکمنستان د تيلو او غازو وزير وويل چې اوس د ليږديدونکو غازو پر بيه روغه شوې او ژر به يو تړون لاسليک شي.

دا به ١٧٠٠ کيلومتره اوږده نلليکه وي چې له ترکمنستان څخه به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غازو ليږدوي.

د روانې ميلادي مياشتې په پيل کې د ترکمنستان د تيلو او غازو وزير بيرمگدلي نيديروف يوې نړيوالې پانگونکې جرگې ته ويلي و چې ډير ژر به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمن غازو د ليږد پر پلور تړون لاسليک شي.

دغۀ ترکمن چارواکي دا هم ويلي و چې هيڅ شک نه ويني چې دغه ځنډيدلې او له ډيره وخته په پلان کې شته پروژه به عملي کيږي.

ښاغلي نيديروف ويل: " هيڅ د شک ځاى نشته چې دا پروژه به ارو مرو عملي کيږي".

که دا پروژه عملي شي نو د ترکمنستان درې ديرش ميليارده مکعب متره غاز به د هند او پاکستان تږو بازارونو ته لار ومومي.

پاکستان له ايران سره هم د غازو د يوې بلې نلليکې خبره کوي.

خو شننونکي وايي چې پر ايران د نړيوالو بنديزونو له امله ښايي هغه نلليکه عملي نه شي.

اسلام اباد کې چارواکي په دې باور دي چې له ايران سره به يې هم نلليکه پر ځاى وي.

پاکستاني چارواکي وايي له ايران سره په شوي تړون کې ويل شوي و چې د غازو بيه به يې د کوم بل بديل تړون ترمخه ټاکل کيږي.

په دې حساب اوس پاکستاني غاړه له ايرانيانو سره د غازو بيه د ترکمنستان له بيې سره تړلى شي.

------BBC

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای