CRI Online

روسيه پر افغانستان کې د امريکا ځواکونو د ميشت پر پلان شک لري

cri     (GMT+08:00) 2011-11-18 11:14:04

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لافروف د نومبر په اوولسمه نېټه په مسکو کې وويل،روسيه اوس پر افغانستان کې د امريکا ځواکونو د ميشت پر پلان لاهم شکمنه ده.

لافروف په مطبوعاتي غونډه کې وويل،د پلان سره سم،امريکا بايد د دوه زره او څوارلسم کال له پای مخکې د امنيت ساتنې دنده افغانستان ته وليږي او خپل ځواکونه بېرته وباسي.خو په عين وخت کې،امريکا پلان هم لري چې په افغانستان کې لويه پوځي اډه جوړه کړي.روسيه امريکا ته نوموړې پوښتنه وړاندی کړې او د افغانستان له مشرانو سره يې د نوموړې پوښتنې په باب خبرې اترې هم کړي دي.

اوس په افغانستان کې د امريکايي سرتيريو شمير کابو يوه لکه دې .د پلان له مخې،امريکا به د سږ کال له پای مخکې کابو لس زره سرتيري بېرته وباسي.د راتلونکې کال د دوبي له پای مخکې به نور درې دېرش زره سرتيري راوباسي.د دوه زره او څوارلسم کال له پای مخکې به ټول امريکايي سرتيري بېرته ووځي او د امنيت ساتنې ټولې دندې به د افغانستان د امنيتي پوځ ته وليږل شی.

ژباړونکې:شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای