دغه اداره انټرنیوز نومیږي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ملاتړ رول لوبوي.
د دغې ادارې د تدارکاتو د برخې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي نن وویل چې د دوی د څه باندي ۶ لکو امریکایې ډالرو په ارزښت هغه وسایل چې په افغانستان کې یې د یو شمیر ټلویزیوني چینلونو د جوړلو لپاره له دوبۍ او سنګاپور څخه راوړي وو د کابل هوایې ډګر ته له رارسیدو وروسته تري تم شوي دي.
د سرچینې پر وینا چې د کابل له هوايي ډګر څخه د بهرنیو غلو له لوري د مالونو لوټ ناشونې خبره ده ځکه چې په سلګونو تنه پولیس، د ملي اردو او امنیت کسان یې ساتنه کوي.
د دغې سرچيني پر وینا چې دوی د څه باندي اووه ملیونو امریکایې ډالرو په ارزښت د تلویزیوني خپرونو د لیږدونکو، مونیټورونو، انټنونو، میکسرونو، ایډیټ باکسونو او کامرو یوه محموله له دوبۍ څخه راوړي وه خو د کابل د هوايي دګر ګمرک ته له را رسیدو سره سم یې ځیني سامان، چې تر ټولو قیمتي دي، وړل شوي دي.
د دغې سرچینې په وینا د میدان پولیسو هم ورته ویلي چې دوی په دې برخه کې ملامت ندي ځکه دا د بهرنۍ موسسې مال دی او باید بهرنۍ موسسه یې په خپله وساتي.
تر اوسه نده معلومه چې دا سامان چا وړی خو یاده موسسه انټرنیوزد کابل د هوايي ډګر پر پولیسو شکمنه ده .
(د تاند له ويبپاڼې څخه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |