ملا محمدعمر، چې له تېرو لسو کلونو راهیسي په کوټه کې اوسي او له هماغه ځایه د افغانستان د حکومت، عامه تاسیساتو او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پرضد د جګړه رهبري کوي، د حقاني شبکې مشر ته ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ د روغې جوړې لپاره منځګړتوب وکړي.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې یوه طالب مقام وویل:«موږ ته د امیرالمومنین له لوري یو پیغام راغلی چې باید د پاکستان په خاوره کې زموږ فعالیتونه پای ته ورسول شي.... ده له موږ څخه غوښتي چې د پاکستان له حکومت سره باید سوله وکړو او خپل ټول پام په افغانستان کې د کفارو لور ته واړوو.»
ایکسپریس تریبیون وايي چې د دغه طالب مقام څرګندونې په تېره یوه اوونۍ کې په شمالي وزیرستان کې لږترلږه دوو نورو طالب سرچینو او دغه راز د وزیرستان قبایلي مشرانو هم تایید کړي دي.
خو دغو سرچینو نه غوښتل چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نومونه افشا شي.
له دې سره سره دا نه ده څرګنده شوې چې د طالبانو مشر کله دا پیغام لېږلی دی.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې لږترلږه دوو طالب مقاماتو، یوه د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه او بل د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼې کې ویلي د ملاعمر او د پاکستاني طالبانو د استازو ترمنځ د سږکال په روژه کې په یوه عربي هیواد کې خبرې شوي دي.
خو یوه قبایلي مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د دواړو خواوو ترمنځ د روانو خبرواترو په اړه وویل چې د یوه وژل شوي سخت دریځي افغان مشر زوی وزیرستان ته د ملا عمر پیغام راووړ.
ملا عمر تر دې مخکې هم په ځلونو، له دې سره سره له پاکستاني طالبانو څخه د پاکستان پرضد د جګړې د بس کولو غوښتنه کړې، چې پاکستان امریکایانو ته درې اډې ورکړي او د القاعده شبکې ګڼ غړي یې امریکایانو ته په لاس ورکړي دي.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان ته د ملا عمر د بې سارو خدماتو له برکته له نژدې شپږ میاشتو راهیسي د پاکستان ښارونه امن دي.
(د تاند له ويبپاڼې څخه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |