CRI Online

د پاکستان او امريکا تر منځ په اړيکو کې درز نور غټ شوی

cri     (GMT+08:00) 2011-11-28 14:48:09

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې هينا رباني خار د يکشنبی په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هيلاري کلټن سره په ټلفوني خبرو کې د دې پېښې په اړه ژوره غصه څرګنده کړه چې د ناتو ځواکونو د پاکستان په سرحدي سيمه کې پر يوې تاڼۍ بمباری وکړه. د شنبې په ورځ د ناتو پوځي چورلکې د پاکستان د شمال لوېديځ محمد ځانګړې سيمې پر پوځي پوستې بمباری وکړه او له امله يې څلورويشت تنه پاکستاني سرتيري مړه او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان حکومت په جلا توګه پر امريکا او ناتو سخت احتجاج وکړ. څېړونکيو دې ته اشاره وکړه چې دا له لسو کلونو راهيسې د پاکستان او لوېديځانو تر منځ د اړيکو د ډېر سختېدو وخت دی او د امريکا او پاکستان تر منځ په اړيکو کې درز نور غټ شوی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ اينده خړه شوې ده.

تر ياد شوې پېښې وروسته پاکستان سمدلاسه انتقامي عمليات غوره کړي چې په افغانستان کې د ناتو سرتيريو ته د شيانو ليږدولو ټولې لارې يې پرې کړي او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه چې په پنځلسو ورځو کې د پاکستان په بلوجستان کې له يوې هوايي اډې څخه ووځي. پاکستان په عين وخت کې دا څرګنده کړه چې په سياسي، ديپلوماتيک، نظامي او استخباراتي برخو کې به له امريکا او ناتو سره ټول پروګرامونه او فعاليتونه بيا ترتيب کړي. پر دې سربيره، د پاکستان په ځينو ښارونو کې پر امريکا او ناتو د احتجاج مظاهرې روانې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلاري کلټن او د دفاع وزير ليون پنيتا د شنبې په ورځ په يوه ګډه اعلاميه کې د امريکا او پاکستان تر منځ د اړيکو اهميت تائيد کړ او د مړه شويو کسانو او د دوی کورنيو ته يې خواشينی څرګنده کړه. د ناتو سرمنشي راسموسن د يکشنبې په ورځ هم په يوه اعلاميه کې دا څرګنده کړه، هغه د پاکستان لومړي وزير يوسف ګيلاني ته پيغام وليږه چې پکې يې وويل دغه پېښه يوه غير مترقبه تراژيدي ده او د منلو وړ نه ده. نوموړي د مړه شويو کسانو کورنيو او د پاکستان حکومت او وګړيو ته بخښنه وغوښتله او و يې ويل ناتو به د دې پېښې پلټنه وکړي او ترې به درس واخلي.

د څېړونکيو په اند، دغه بمباری د القاعدې شبکې مشر بن لادن له وژنې سره توپير لري. د تېرې مې په دوهمه نيټه د بن لادن د وژلو فعاليت ښه طرحه او ترتيب شوې نتيجه وه، خو دغه بمباری ښايي يوه غلطه حمله وه. څرنګه چې د پاکستان د پخواني اخطار له مخې، که امريکا او ناتو د پاکستان پر حاکميت بيا تيری وکړي، ښايي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې پاکستان دغه همکار له لاسه ورکړي. په داسی حال کې چې اوس له افغانستان څخه د امريکا او ناتو سرتيريو د ايستلو فعاليت پيل شوی او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه له ډېر فشار سره مخامخ ده، لازمه نه ده چې امريکا او ناتو دغه خطرناک عمل غوره نه کړی. خو دا يو واقعيت دی چې د دغې بمباری له امله به د پاکستان او امريکا تر منځ اړيکې نورې خرابې شي.

د بن لادن تر پېښې وروسته د پاکسان او امريکا تر منځ اړيکې تل د ټيټېدو په حال کې وې. مخکې له دې امله چې امريکا د حقانی شبکې په موخه د حملې په هکله پر پاکستان فشار واچاوه، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې ترينګلی شوې.

له دې نه پرته د افغان مسئلې په هکله، د پاکستان او امريکا تر منځ توپيرونه هم خلاص شوی. پاکستان د امريکا له هغه دريځ سره کلک مخالفت کوي چې د افغان مسئلې په هکله د هند د رول ملاتړ کوي. نو پاکستان د استمبول په غونډه کې لومړۍ د امريکا د نظريې په هکله شک وړاندې کړ. اوس د دې بمبارۍ تر اغېزې لاندې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې درز نور غټ شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای