تاند(چهارشنبه/نومبر۳۰) هند غواړي چې په راتلونکو درو کلونو کې د افغانشستان د ملي اردو له شلو تر دېرش زرو پوري پرسونل او پنځه سوه صاحب منصبان وروزي.
تاند ته هندي سرچینو وویل چې د افغانستان او هند ترمنځ د اکتوبر په میاشت کې د ستراتیژیک تړون له مخې په پام کې ده چې هند د افغانستان ملي اردو ته سپکې وسلې؛ لکه د هند ساخت ۵.۵۶ ایم ایم توپکونه ورکړي.
سرچینو دا احتمال هم رد نه کړ چې هند د راکټونو، سپکو توپونو او حتي د پخواني شوروي ساخت ټي -۵۵ ټانکونو په شمول درنې وسلې هم افغان ځواکونو ته ورکړي.
هند په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د شاوخوا دوه زره ملیون ډالرو په ارزښت مرسته کړې. په دې مرسته په افغانستان کې په سلګونو کیلومتره مهم سړکونه، کلینیکونه، ښوونځي او نورې عام المنفعه پروژې جوړې شوي دي.
دا هیواد غواړي چې پر دغو مرستو سربېره د ایران له چاه بهاره د بامیان تر حاجي ګک کانه پوري د اورګاډي شاوخوا دیارلس سوه کیلومتره پټلۍ جوړه کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |