تاند(پنجشنبه/دسمبر۱) د افغانستان د هغه ولایت، چې سختې جګړې یې تېرې کړي دي، د پولیسو او ملي اردو چارواکي او نور مقامات به ژر د امریکا کلیفورنیا ته لاړ شي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې دوی ته به په کلیفورنیا کې وښوول شي چې امریکايي سرحدي ځواکونه له مکسیکو سره په پوله کې له ماشومانو سره څرنګه چلند کي کوي او له بندیانو سره څه ډول سلوک کوي.
د امریکا د سمندري ځواکونو په بلنه دا درې ورځنی سفر د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیلېږي او هدف یې دا دی چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې، چې امریکايي پوځیان د ټولو چارو مسوولیت افغانانو ته سپاري، افغان ځواکونه مسلکي شي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس په دې راپور کې د هغه ولایت نوم نه دی اخیستل شوی چې چارواکي یې امریکا ته په دې روزنیز سفر ځي
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |