CRI Online

د عینکو د مسو د کان کار به و نه درول شی

cri     (GMT+08:00) 2011-12-02 15:04:03

میرویس جلالزی(کابل) د کانونو وزارت وايي چې په هيڅ صورت به د لوګر په ولایت کې د عینکو د مسو له کان څخه د مسو د را ایستلو پيل سوي پروژه، چې اوس یې لومړي پړاوونه دي، و نه درول سي.

د دغه کان څخه د مسو د استخراج د پروسې د دریدلو په اړه تیره اونۍ په داسي حال کې ګنګوسي خپرې شوې چې ویل کیدل دغه کان ته نږدې د تاریخي اثارو یوه لویه ساحه مشخصه شوي او تر هغه پوري چې دغه تاریخي اثار نه وي را ایستل سوي د عینکو پر کان به ټول کار په ټپه ودرول سي.

د عینکو د مسو کان ته نږدې یوه لویه تاریخي سیمه موندل سوي چې ویل کیږي لرغونتوب یې ځو زره کاله ته رسیږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تیره اونۍ ویلي وو چې د دوي وړاندوینې داسي دي چې که چیرته له دغې سیمې د تاریخي اثارو د رایستلو کار په دوامداره توګه اوس پیل سي نو دری کاله وخت به ونیسي او په دغه وخت کې چینایې کمپنۍ باید خپلي ټولي چاري په ټپه ودروي تر څو د افغانستان دغې لرغوني شتمنۍ ته تاوان و نه رسیږي هغه څرګندوني چې اوس یې د کانونو وزارت ردوي.

افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تیره اونۍ ویلي وو چې د دوي وړاندوینې داسي دي چې که چیرته له دغې سیمې د تاریخي اثارو د رایستلو کار په دوامداره توګه اوس پیل سي نو دری کاله وخت به ونیسي او په دغه وخت کې چینایې کمپنۍ باید خپلي ټولي چاري په ټپه ودروي تر څو د افغانستان دغې لرغوني شتمنۍ ته تاوان و نه رسیږي هغه څرګندوني چې اوس یې د کانونو وزارت ردوي.

د کانونو وزارت وایی چې د دغه کان لومړني، علمې، انکشافي او اکتشافي چارې به له چینایې کمپنۍ سره د شوې تړون له مخې پر مخ ځي.

د عینکو د مسو کان د نړۍ په کچه بي ساری کان بلل کیږي چې اوس یې د ام سې سې په نامه یوه چینایۍ کمپنې د استخراج تړون په لاس کې لري.

ویل کیږي چې تر اوسه پوري پینځه اعشاریه اوه سوه او دیارلس ملیون متره مربعه ځمکه په دغه ساحه کې د ماینونو له وجود څخه پاکه کړای سوی ده .

اوس مهال دغه کان ته ور غزیدلی سرک هم تر کار لاندي دی او ډير ژر به په پاخه او اساسي ډول جوړ سي.

د چین ام سې سې کمپنۍ له افغان دولت سره د هوکړې له مخې له دغه کان څخه د مسو د را ایستلو عهده داره ده .

د کانونو وزارت وايي چې د لوګر د عینکو د مسو په کان کې ۲۵۰ ملیونه ټنه مس موجود دي چې اوسنۍ نړیوالې بیې ته چې د هر ټن مسو بیه ۷۷۳۲ افغانۍ اټکل سوي دغلته د څلور څلویښت ملیارده امریکایې ډالرو په ارزښت مس شتون لري.

که چیرته دغه چارې په کامیابۍ سره پیل سي نو هر کال به افغان دولت ته له دغه اړخه دری سوه ملیونه امریکایې ډالر د چینایې کمپنۍ له لوري ورکړل سي.

له اقتصادي پلوه په اوسنیو حالاتو کې د دغه کان څخه د مسو د استخراج پروسه ډیره مهمه بلل کیږي ځکه چې د لوګر ولایت په سلګونو اوزګار ځوانانو ته به هم دغلته د کار زمینه برابره سي.

لوګر د افغانستان په کچه بي وزله ولایت دی چې ډیری ځوانان یې اوزګار دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای