CRI Online

"له پاکستان پرته هم د بن کنفرانس بريالی کيدای شي"

cri     (GMT+08:00) 2011-12-03 18:57:47

د بي بي سي خبر : د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيله وښوده چې د افغانستان په اړه د بن کنفرانس د پاکستان له گډون پرته هم بريالى کيدای شي.

گيدو ويستر ويلي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په جرمني کې تر خصوصي کتنو وروسته دا څرگندونې کولې.

هغه وويل د پاکستان د نه گډون پرېکړه چې د ناټو په هوايي بريد کې يې د خپلو عسکرو تر وژل کېدو وروسته وکړه، د خواشينۍ وړ ده.

خو جرمني به هڅه وکړي چې تر غونډې وروسته پاکستان د افغان لانجې د سوله ييز حل په برخه کې مرستې ته رامات کړي.

په غونډه کې د پاکستان نه گډون امريکا هم خواشينوونکى بللى، خو د هغه هيواد د مشرانو جرگې يوه مخور غړي جان کيري په يوه مقاله کې ليکلي چې که پاکستان گډون کوي او که نه، د بن کنفرانس د واشنگټن لپاره د دې اعلان يو ښه فرصت دى چې افغانستان يوازې نه پرېږدي.

هغه وويل امريکا په سيمه کې اوږدمهالې ستراتېژيکې گټې لري چې که افغان لوري ته لېږد په سم ډول تنظيم نه شي، له خطر سره مخامخېدلى شي. د دغه ډول نړيوال ملاتړ ضمانت، د جرمني د بهرنيو چارو وزير مخامخ افغان ولسمشر ته ورکړ:

"تاسې پر موږ باور کولى شئ، تاسې پر نړيوالې ټولنې باور کولى شئ. زموږ اصلي پيغام دادى چې افغانستان يوازې نه پرېږدو او ستاسې له هيواد سره د اوږد مهالي پيوستون احساس لرو"

ډاډه يم چې کله بله ورځ سره راټول شو، نو د هغه په زړه پورې سفر په ادامه کې به چې په گډه مو سره درلودلى دى، لا ښه پرمخ ولاړ شو.

حامد کرزي هم هيله وښوده چې گډونوال په دغه مهمه غونډه کې د پام وړ نتيجو ته ورسېږي:

له جرمني نه وروستي خبرونه وايي چې د بن کنفرانس ته د امريکا په گډون، د ۶۰ هيوادو د بهرنيو چارو وزيران او ۸۰ جگپوړي استازي ورځي.

ويل کېږي چې د ټولو گډون کوونکو شمېر به يې تر زرو تنو رسېږي.

د غونډې په درشل کې يو شمېر افغان مدني ډلو چې ځانته د سولې مبارزين وايي، د هغې خلاف د مظاهرو اعلان کړی دى.

دوى وايي، چې د بن کنفرانس د سولې لپاره نه دى، بلکې په افغانستان کې د بهرني پوځي شتوالي د دايمي کولو له لارې، جگړې ته لمن وهي.

خو د غونډې سمبالوونکي وايي چې د خبرو اصلي موضوع به له مخالفينو سره د افغان حکومت پخلاينه او سوله وي.

د امريکا د بهرنيو چارو يوه پخواني مرستيال وزير توماس پېکېرينگ بي بي سي ته مخکې ويلي و چې د دغسې سوله ييز حل ملاتړ اوس تر هر بل وخت ډېر شوى دى، که څه هم برى يې ډېر وخت غواړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای