د دې مسلې پر تفصیلاتو د ملاعمر له جګپوړو استازو او همداراز د قطر او متحده عربي اماراتو د مقاماتو ترمنځ موافقه شوې ده.
هندو ورځپاڼه وايي چې تراوسه پوري افغان طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څو ساعته وروسته په یوه اعلامیه کې له قطر څخه په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د مرستې په خاطر مننه وکړه.د افغانستان د باندنیو چارو وزارت په عین حال کې په قطر کې د افغانستان سفیر کابل ته وروباله.د بهرنیو چارو وزارت د خپل سفیر د ورغوښتلو د دلیل په اړه څه نه دي ویلي.
دې مسلې ته په پام سره کېدای شي چې په کابل کې په اوسني دولت کې له یوشمېر زورو کسانو سره د ولسمشر حامد کرزي پرونۍ مشورتي غونډه بې ارتباطه نه وي. حامد کرزي پرون د ارګ په وینا له جهادیانو سره په غونډه کې د سولې په پروسه خبرې وکړې. د ارګ په خبرپاڼه کې نه وو ویل شوي چې دوی دقیقاً څه وویل او نتیجه یې څه وه.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:«په افغانستان او سیمه کې وروستیو انکشافاتو او د افغانستان او قطر د اړیکو په تړاو په دوحې کې د افغانستان سفیر خالد احمد ذکریا د سلامشورو لپاره بلل شوی دی.د دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې به په دوحې کې د افغانستان د سفارت د شارژدافېر په وسیله دوام وکړي.»
هندو ورځپاڼه وايي چې هڅه یې کړې چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره تماس ونیسي چې خپل سفیر یې ولې وربللی خو بریالۍ شوې نه ده.
د سې شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د پاکستان حکومت وویل چې نور دې ته تیار دی چې په افغانستان کې یو خپلواک او د ملي حاکمیت درلودونکی حکومت ومني.
پاکستان همداراز ومنله چې د افغانستان د سولې د عالي شورا وژونکی له پاکستان څخه افغانستان ته تللی و خو هغه یو افغان مهاجر و.
که طالبان د قطر په شان په یوه درېمګړي هیواد کې د دفتر پرانستلو ته پرېښوول شي دا هیله زیاته ده چې د پاکستان له اغېزه پرته د خپلو ملي ګټو په رڼا کې پرېکړې وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |