د امریکا هوايي ځواک دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې ایران د امریکا یوه جاسوسي بې پېلوټه الوتکه ونیوله.
د امریکا د فاکس نیوز تلویزیوني چاینل د راپور له مخې دا نوې په وسلې سمباله بې پېلوټه الوتکه، چې جنرال اټومیکس کمپنۍ جوړه کړې، د څارنې یا جاسوسۍ عملیاتو ترڅنګ د حملې توان هم لري.
د دې الوتکې د جوړېدو فرمایش څو میاشتې پخوا ورکړای شوی وو.
ویل شوي چې په دې الوتکه کې لا پرمختللې وسلې کارول کېدای شي او هدف لا دقیق ویشتلی شي.
په همدې حال کې یوې امریکايي ویبپاڼې(ډیلي کالر) د ایران د سپاه پاسداران د یوه پخواني افسر په قول راپور ورکړی چې د امریکا هغه بې پېلوټه الوتکه، چې ایران وايي د خپلې خاورې په اسمان کې یې ویشتې او نیولې ده، لومړی په افغانستان کې لوېدلې او ممکن د ایران د سپاه پاسداران د القدس ډلې ملګرو ځواکونو ته د افغانستان په لوېدیځ کې په لاس ورغلې وي.
ویل کېږي چې د القدس ډله د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو په ملاتړ فعالیت کوي.
امریکايي چارواکو تراوسه نه دي ویلي چې د دوی الوتکه د ایران فضا ته داخله شوې وه.دوی ویلي چې الوتکه یې له کنټروله وتلې او ښايي په کوم ځای کې لوېدلې وي.
ویل شوي چې امریکايي بې پېلوټه الوتکه د افغانستان په خاوره کې لوېدلې، وزرونه یې ایستل شوي او بیا په لارۍ کې ایران ته وړل شوې ده.
خو ایران وايي چې دا الوتکه یې د افغانستان له پولې ۲۴۵ کیلومتره لېري د کاشمر د سیمې په اسمان کې کشف او ویشتې ده.
له دې پېښې سره سره د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لیون پنیتا وايي چې د افغانستان او ایران د پولو په اوږدو کې به د بې پېلوټو الوتکو په وسیله د څارنې عملیات دوام وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |