په م م د چين دايمي استازي لي باو دونګ د دسمبر په نولسمه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه د امنيت شورا په غونډه کې وويل،چين تل له افغانستان سره د ښو اړيکو د ټينګښت لپاره کوښښ وکړي.چين نه يوازې د افغانستان د بيا رغاونې بهير ته په درنه سترګه ګوري او پکې ګډون وکړي،بلکې به په مداومه توګه افغانستان ته د خپل توان په اندازه مرستې برابرې کړي.چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د افغانستان د سولې،ثبات او ترقۍ لپاره خدمتونه وکړي.هغه په دې ټينګار وکړ چې چين د افغانستان ملاتړ کوي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو په تيره بيا سيمه ييزو هېوادونو سره خپلې اړيکې ټينګې او پياوړې کړي.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |