د افغان تايمز ورځپاڼې د خبر له مخې، د ايران د صنايعو او کانونو وزير د افغانستان د سوداګرۍ له وزير سره د يوې تازه کتنې په ترڅ کې وويل چې د سږکال په لومړيو ١١ مياشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ارزښت ٢ مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی چې افغانستان ته د ايران د صادراتو اندازه ٣٠٪ زياته شوې چې ١ مليارډ او ٥٠٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی ، برسيره پردې، د ٣٦٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت تخنيکې پروژې د تطبيق په حال کې دې.
د افغانستان د سوداګرۍ وزير د افغانستان او ايران ترمنځ د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره د تدبيرونو د پلی کيدو هرکلی څرګند کړ او ويې غوښتل چې ايراني پانګه اچوونکي د افغانستان د ميسو کان د استخراج په پروژه کې برخه ولري.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |