چين او افغانستان د دسمبر په يو دېرشمه نېټه په کابل کې يو دوه اړخيز اقتصادي او تخنيکي تړون لاسليک کړ. په افغانستان کې د چين لوی سفير شيو فې هونګ او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول د دواړو حکومتونو په استازيتوب په اړوندو مراسمو کې ګډون درلود.
دغه تړون افغانستان ته د چين د مرستې يوه برخه ده چې په عمده توګه به يې په کابل کې د يو روغتون، په پاروان کې د کرنې په هکله د اوبه ورکولو سيسټم او د ښوونې وزارت د ساينس او تخنيک مرکز د جوړولو په غرض تر سره شي. په عين وخت کې به د دغه تړون سره سم چين د کابل په پوهنتون کې د چيني ژبې څانګه جوړ کړي او د افغانستان د عامه روغتيا وزارت ته يو سل امبولانسونه وړاندې کړي.
په افغانستان کې د چين د سفارت له قول، د ٢٠٠١ کال راهيسې، د چين حکومت د هېواد د بيارغونې په هکله افغانستان ته زياتې مرستې ورکړې دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |