د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لې د پنجشنبې په ورځ په بېجينګ کې وويل، چې چين د ملي روغې جوړې په هکله د افغانستان له ټولو کوښښونو څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې په دغه هېواد کې به ژر تر ژره سوله او ثبات ټينګ شي.
د افغانستان طالبانو څو ورځې مخکې پريکړه وکړه چې په قطر کې د تماس نيولو دفتر جوړ کړي. ښاغلي هونګ لې په دې اړه وويل، چې چين غواړي په افغانستان کې د ملي روغې جوړې بهير چټک شي. د چين په اند، نور هېوادونه بايد د سوله ييزو خبرو اترو په برخه کې د افغان حکومت او خلکو د انتخاب درناوی او احترام وکړي څو چې د ملي روغې جوړې لپاره ښه زمينه برابره کړی شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |