د چين صدراعظم ون جيا باو د جنورۍ په ٥مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د ځمکنيو پوځونو له لوی درستيز جنرال اشفاق پرويز کياني سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه چې پاکستاني پوځونو د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ ساتلو او د خپلمنځي اړيکو د ټينګولو لپاره ستر خدمتونه کړي دي، د چين حکومت د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا ملاتړ کوي.
ون جيا باو وويل چې د پېچلو سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو په وړاندې د چين او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او همغږۍ پياوړتيا له خپلمنځي ګډو ګټو سره سمون لري. چين د ملي خپلواکۍ او د خاورې بشپړتيا او اقتصادي پرمختګ لپاره د پاکستان له هڅو څخه ملاتړ کوي.
کياني وويل، د پاکستان پوځونه به په مداومه توګه له چين سره دوستي او همکاري پياوړې وساتي او د چين له خوا د کليدي ګټو د ساتلو ملاتړ به وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |