د چين د دولتي شورا غړي دای بينګ ګو د جنورۍ په ١٠مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين به د منځنې اسيا له هېوادونو سره د دايمي سوله ييزې، سمسورې او همغږې نړۍ د ابادولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ له ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغيزستان او ترکمنستان سره د چين د اړيکو ټينګېدو ٢٠ کليزې د نمانځنې په مېلمستيا کې ګډون وکړ. هغه وويل چې د چين حکومت به د ښه ګاونډيتوب پر ډيپلوماتيکې پاليسۍ او د نوموړو ٥ هېوادونو لخوا پخپله د ټاکلو لارو ملاتړ وکړي او له دغو هېوادونو سره به د دوستۍ او همکارۍ د ټينګښت لپاره کوشش وکړي.
د نوموړيو ٥ هېوادونو ډيپلوماتانو په جلا جلا توګه په تېرو ٢٠ کلونو کې له چين سره د اړيکو ټينګېدو لوړه ارزونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې له چين سره د مشرانو له خوا رامنځته شوې ګډې نظريې عملي کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |