چيني او بهرني خبري رسنۍ د چين دوو غونډو ته ډېره پاملرنه کوي. د دوو غونډو د مطبوعاتي مرکز د شمېرنې سره سم، د مارچ د لومړی نېټې تر دوولسو بجو پورې، څه باندې دری زره تنه چيني او بهرني خبريالان د خبري رپورټونو په غرض خپل نومونه ثبت کړي دي چې په کې لږ تر لږه نهه سوه تنه بهرني خبريالان او د هانګ کانګ او مکاو شپږ سوه تنه خبريالان شامل دي.
د دغه مرکز د مرستيال او د چين د خبريالانو د ټولنې د سکريتريت منشی جو شوه چن وويل، چې روان کال په دوو غونډو کې د لويديځو هېوادونو خبريالانو شمېر زيات دی چې څه باندې دوه سوه تنه خبريالان له جاپان او امريکا څخه راغلي دي. دوهم، د نوي رامنځته شوي بازاري اقتصادي ډلې دغو دوو غونډو ته ډېره پاملرنه کوي چې د روسيې، هند، برازيل، جنوبي افريقا خبريالان به ورسره مرکې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |