CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ١١مې د دورې ملي کميټې ٥ مې غونډې تدارکاتي چارې بشپړې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-02 17:54:58

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ١١مې دورې ملي کميټې ٥ مې غونډې وياند جاو چي جنګ د مارچ په ٢مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې دغه غونډه به د مارچ په ٣مه نېټه پرانيستل شي او په ١٣مه نېټه پای ته ورسيږي. تر اوسه پورې اړوندې تدارکاتي چارې ټولې بشپړې شوې دي.

جاو چي جنګ وويل، تېر کال په نوموړې غونډه کې د سياست، اقتصاد، کولتور او ټولنيزې ابادۍ په هکله مهمې مسئلې او د خلکو لخوا د علاقې وړ موضوعات تر بحث او څيړنې لاندې شوي او مرکزي حکومت او دولتي شورا ته ډېر ګټور وړانديزونه وړاندې شوي دي. له تېر کال راهيسې د دغې غونډې له خوا د وړاندې شويو وړانديزونو شمېر له ٦ زرو څخه اوښتی دی او د ليدو وړ برياليتوبونه ترې تر لاسه شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای