د چين د لوړ پوړی سياسي مشورتي ارګان يعنی د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې پنځمه غونډه د مارچ د درېيمې نېټې له غرمی وروسته په بېجينګ کې پرانيستله شوه. دا د روانې دورې ملي کميټې وروستي کلنی غونډه ده.
د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو، جيا چينګ لين، لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګوه چيانګ او جوه يونګ کانګ په ګډون د ګوند او هېواد مشرانو د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. د چين د بېلا بېلو ګوندونو، ډلو او قومونو لږ تر لږه دوه زره او دوه سوه تنه غړي په کې برخه اخلي. دوی به په ګډه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر جيا چينګ لين کاري راپور واوري.
په راتلونکو لسو ورځو کې به د دغې کميټې غړي د چين د سياسي چارو، اقتصاد، ټولنې او ژوند په بېلا بېلو ساحو کې پر اړوندو مهمو پريکړو بحث او سلامشوره وکړي او خپل وړانديزونه به وړاندې کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |