CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې وروستي کلنی غونډه پرانيستله شوه.(نوی)

cri     (GMT+08:00) 2012-03-03 16:22:45

د چين د لوړ پوړی سياسي مشورتي ارګان يعنی د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې پنځمه غونډه د مارچ د درېيمې نېټې له غرمی وروسته په بېجينګ کې پرانيستله شوه. دا د روانې دورې ملي کميټې وروستي کلنی غونډه ده.

د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون د ګوند او هېواد مشرانو د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر جيانګ چينګ لين په دغه غونډه کې لږ تر لږه دوه زره او دوه سوو تنو غړيو ته کاري راپور وړاندې کړ. په کې ويل شوي چې په تېر کال کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې په جدي توګه د سياسي مشورتي، د ډيموکراتيکې څارنې او په سياسي چارو کې د ګډون په شمول خپل ماموريت تر سره کړی دی او د هېواد عملي پرمختګ د پياوړتيا، د ټولنې د همغږۍ د ټينګتيا او د کولتوري ابادۍ د ژورتيا لپاره يې خدمتونه هم کړي دي. د ملي کميټې غړيو د اقتصاد د عمومي کنترول، د کورنيو اړتياوو د پراخېدو او د کرنې د عصری کېدو په شمول بېلا بېلو ساحو کې شپږ زره او شپږ اويا پيشنهادونه وړاندې کړي دي چې له دې جملې څخه زيات وړانديزونه د چين په دوولسم پنځه کلن پلان کې شامل شوی دی. (غوتۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای