د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې غونډې وياند لي جاو شينګ د مارچ په څلورمه نېټه د چين د پوځي لګښتونو د زياتوالي په اړه پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې د چين د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې د دفاعي چارو لګښت انډوال يوازی يو اعشاريه اته ويشت سلنه ده چې دغه شمېر د امريکا او بريټانيا په پرتله ټيټ دی او نورو هېوادونو ته ګواښ نه لري.
نوموړي وويل، چې چين پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار کوي او د دفاع په موخه پوځي پاليسی نيسي. د ملي دفاع په برخه کې د چين لګښت د نورو عمده هېوادونو په پرتله لږ دی. د چين محدود پوځي قوت د خپل هېواد د حاکميت او د خاورو د بشپړتيا په هکله ساتي او نورو هېوادونو ته ګواښ نه لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |