د چين په بېلا بېلو کچو د ولسي کانګرس استازي دوه مليونه او اووه لکو تنو ته رسېدلې چې دوی د ژورې څيړنې، د خلکو د نظرونو د راغونډولو او د وړانديزونو د وړاندې کولو له لارې د چين حکومت د مهمو تګلارو د طرح کولو لپاره زمينه برابروي. ويل کېږي چې د دغو استازيو د دندې پلی کولو له بهير څخه د چين ډيموکراسي څرګندېږي.
د شمېرنې سره سم، يوازی د يوولسمې ملي ولسي کانګرس د څلورمې غونډې په ترڅ کې دغو استازيو اته زره دری څلويښت پېشنهادونه وړاندې کړل چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله شپږ سلنه زياته شوه او د دغې غونډې په تاريخ کې ډېر زيات دی.
د ولسي کانګرس نظام د چين اساسي سياسي نظام دی. استازي د خلکو لخوا انتخاب کېږي. دوی د څيړنې له لارې د خلکو نظريې راغونډوي او په کلني غونډه کې اړوند وړانديزونه وړاندې کوي څو چې خلک د دوی له کارونو څخه ګټه اخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |