د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، جيا چينګ لين، لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګوه جيانګ، جوه يونګ کانګ په شمول د ګوند او هېواد مشرانو د مارچ په څلورمه نېټه په جلا جلا توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د کلني غونډې له غړيو سره وکتل او په بحثونو کې يې ګډون درلود.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي مدير، د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کميټې مشر هو جين تاو د طب او روغتيا، د ټولنيز خيرښيګرې چارو او د ټولنيز ضمانت په اړه غونډه کې د برخوالو غړيو وينا واورېده او پر دې يې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد د لومړنې کار په توګه د خلکو د ژوند د ښه والي او ضمانت پياوړی کړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |