CRI Online

د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس کلنی نوبته غونډه پرانيستل شوه (نوی شوی) 

cri     (GMT+08:00) 2012-03-05 12:18:58

د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس پنځمه کلنی نوبتی غونډه د دوشنبې په ورځ په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو، جيا چينګ لين، شي جين پينګ په شمول مشران او نژدې دری زره تنه استازي پکې حاضر وو

صدراعظم ون جيا باو حکومتي راپور وړاندی کړ چې پکې د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ عمدخ موخې ټاکل شوې دي: د کورنيو توليداتو د ارزښت زياتوالی به اووه اعشاريه پنځه وی، په ښارونو او ولسواليو کې به نهه مليونه تنه وګمارل شي او د بيکارۍ انډول به په سلو کې له څلور اعشاريه شپږو څخه کم او د مصرفي شيانو د بيې د اوچتوالي انډول لوړتيا به په سلو کې د څلورو په شاوخوا کنټرول شي. پر دې سربيره، په ښارونو کې د وګړيو عايداتو رښتنی زياتوالی به د اقتصادي پرمختګ سره سم لوړ شی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای