د چين صدراعظم ون جيا باو د دوشنبې په ورځ د يوولسم ملي ولسي کانګرس په پنځمه کلنی نوبته غونډه کې وويل سږ کال د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت ( جي دي پي ) د زياتوالی موخه اووه اعشاريه پنځه سلنه ده او د مصرفی شيانو د بيې د جګوالي انډول به په سلو کې د څلورو په شاوخوا کې کنټرول شي.
ون جيا باو د حکومتي راپور د وړاندې کولو په بهير کې پر دې ټينګار وکړ چې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالی ټيټول د دوولسم پنځه کلن پلان له موخې سره سمون لري څو چې د اقتصادي پرمختګ کيفيت او موثريت نور لوړ شي. د مصرفي شيانو د بيې د اوچتوالي انډول کنترول پرېکړه د پيسو پړسوب، د توليداتو د اصلي بيې د لوړتيا او د وګړيو لخوا د منلو توان تر عمومي غور ټاکل شوېده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |