د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس هو جين تاو او د پوځي کميټې مشر هو جين تاو د مارچ په پنځمه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنې غونډې په اړه د جيانګ سو ولايت له پلاوي سره وکتل او له دغو استازيو سره يو ځای د حکومت کاري راپور سنجش وکړ. هغه هيله څرګنده کړه چې جيانګ سو ولايت به د دوولس پنځه کلن پلان د پلی کېدو او د شتمنې ټولنې د ابادولو په بهير کې د لارښوونې رول ولوبوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |