CRI Online

د چين سږنۍ بهرنۍ چارې به د پرمختګ، سولې او همکارۍ لپاره ګټورې وې

cri     (GMT+08:00) 2012-03-06 12:18:46

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جيا چه د مارچ په ٦مه نېټه وويل چې د پرمختګ، سولې او همکارۍ لپاره د چين د سږنيو بهرنيو چارو ګټورتوب مهم ټکي دي.

يانګ جيا چه په همدې ورځ د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې غونډې په خبري ناسته کې وويل، بهرنۍ چارې به د چين د اقتصادي پرمختګ لارې د بدلون لپاره ګټورې تمامې شي چې ډول ډول کورنۍ او بهرنۍ ننګونې او ستونزې به په ښه توګه حل کړي او د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره به ګټورې خارجي زمينې برابرې کړي. بهرنۍ چارې به په ټينګه توګه د چين خپلواکي او امنيت وساتي او د خبرو اترو په وسيله به نړيوالې او سيمه ييزې ستونزې حل کړي. بهرنۍ چارو له لارو به له بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره همکارۍ لا پسې پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای