د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جيا چه د مارچ په ٦مه نېټه په بېجينګ کې وويل، په منځني ختيځ کې د حالاتو ستر بدلون رامنځته کيږي، خو ځايي خلک په ځايي حالاتو ډېر ښه پوهيږي، دغه راز د منځني ختيځ مسئلې بايد د ځايي خلکو له خوا حل شي او ځايي راتلونکې يې بايد پخپلو د خلکو په لاس کې وي.
يانګ جيا چه په همدې ورځ د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې غونډې په خبري ناسته کې وويل، د اوږد مهال راهيسې چين د عربي هېوادونو او خلکو د عادلانه چارو ملاتړ کړی او خپلمنځي ټينګه دوستي ورسره لرلې ده. موږ تاريخي شخړې نلرو، لا زياتې ګډې ګټې او د سولې د ساتلو او د پرمختګ د چټکولو په اړه د نظريو يووالی مو تر منځ دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |