د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه په بېجينګ کې روانه ده چې د مارچ په ٧مه نېټه د شينجيانګ د اويغور خپلواکي سيمې پلاوي بحث ترسره شو. د شينجيانګ مشر نور بکری د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، د شينجيانګ حالات په عمومي توګه ارام او د کنټرول وړ دی او هيچا ته اجازه نه ده چې په هيڅ شکل دولتي يووالی، ملي وحدت او ټولنيز ثبات ويجاړوي. هغه څرګنده کړه چې د ځينو ترهګرينو ناوړه کړه وړه به په هيڅ وجه د چين او پاکستان ترمنځ پر ټينګو اړيکو باندې منفي اغيزه و نه کړي. د ترهګرۍ پر ضد له ګاونډيو هېوادونو سره د چين موخې او ګټې يو شان دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |