CRI Online

بهرني خبري رسني د چين د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو بدلون ته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-10 17:19:14

د چين د دوو غونډو په ترڅ کې د چين د صدراعظم ون جيا باو لخوا د حکومت په کاري راپور کې د اقتصادي پرمختګ موخه اووه اعشاريه پنځه سلنه وټاکل شوه چې په تېرو اتو کلونو کې لومړی ځل دی. د دې ترڅنګ په دغه راپور کې د مصرفي اړتياوو د پراخېدو ترڅنګ د اړوند دايمي نظام د جوړونې غوښتنه شوه. دا د بهرنيو چارواکو او سوداګرانو د پاملرنې وړ دی او بهرني خبري رسني هم دې ته پاملرنه کوي.

د وال ستريټ ورځپاڼې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، سږ کال د چين د اقتصاد د زياتوالي موخه اووه اعشاريه پنځه سلنې ته ټيټه وي، له دې څخه څرګندېږي چې چين به د هېواد په لارښوونې سره د پانګونې له لارې اقتصاد پياوړی نه کړي او د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو د بدلولو او د کورنيو اړتياوو د پراخولو لپاره به لا پسی زيار وباسي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای