CRI Online

د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس د پنځمې نوبتی غونډې د رئيسه پلاوي دوهمه غونډه جوړه شوه.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-10 19:33:47

د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس د پنځمې نوبتي غونډې د رئيسه پلاوي دوهمه غونډه د مارچ په لسمه نېټه تر سره شوه. په دغه غونډه کې د رايګرۍ له لارې پريکړه وکړه چې د سنجش په هکله د حکومت د کاري راپور مسوده بېلا بېلو پلاويو ته وړاندې شي.

د دې ترڅنګ د پلان راپور، د بودجې راپور، د جنايي دعوا قانون د ترميم پريکړې، د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د استازيو شمېرې او د ټولټاکنې په اړه د پريکړې، په هانګکانګ او مکاو کې د دوولسمې دورې ولسي کانګرس د استازيو د انتخاب د لارو چارو د ترميم د پريکړې مسودې به هم وړاندې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای