د چين د ګوند او هېواد مشرانو وو بانګ ګوه، ون جيا باو، لي که چيانګ او هه ګوه چيانګ د مارچ په لسمه نېټه په جلا جلا توګه د يوولسم ملي ولسي کانګرس د نوبتي کلنی غونډې په ترڅ کې د جي لين، شيان شي، ګوی جوه او شان شي د پلاويو په بحثونو کې ګډون درلود.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوه د جي لين پلاوي په غونډه کې ګډون درلود. برخوالو استازيو د دغې غونډې پر موضوعاتو بحث او د دغه کانګرس د دايمي کميټې د کار لوړه ارزونه وکړه او د دغې کميټې له کاري راپور څخه ملاتړ څرګند کړ. ښاغلي وو بانګ ګوه د استازيو د ويناوو له اورولو وروسته د دوی د کارونو څخه مننه څرګنده کړه. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |