CRI Online

چين به د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د ١٠٠ ځلو لپاره توغندي او١٠٠ مصنوعي سپوږمکۍ وتوغوي.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-11 17:52:44

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د چين د فضايي تخنيکونو او علومو ډله ييز شرکت مرستيال منيجر جانګ جيان هنګ وويل چې چين به د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې هر کال د شلو ځلو لپاره د توغنديو او سپوږمکيو د توغولو ٢٠ دندې تر سره کړي.

د معلوماتو له مخې، په ٢٠١١ کال کې د چين له خوا د ويشتل شويو فضايي وسيلو شمېر په نړۍ کې دوهم ځای ونيوه. چين غواړي چې د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د ١٠٠ ځلو لپاره توغندي او١٠٠ مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای