د چين د ماليې وزارت په ١٢ مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د هېواد مالي محصولات نژدې ٢١٠٠مليارډه يوانو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٣٪ زيات شوی دی.
د پام وړ خبر دا دی چې په لومړيو دوو مياشتو کې د مالي محصولاتو په جمله کې ماليات ١٨٦٠ مليارډه يوانو ته رسيدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٩.٥٪ زيات دی. د مالياتو د عمده ډولو له پلوه، د عقاري اموالو د معاملې څخه د اخيستل شويو مالياتو کمښت د توجه وړ دی . له تېرې جنورۍ نه تر فبرورۍ پورې په هېواد کې د سوداګريزو کورونو د خرڅلاو انډول ٢١٪ ټيټ شوی چې له دې اغېزې له امله يې د عقاري اموالو له معاملې څخه د اخيستل شويو مالياتو ټيټوالی نژدې ٢٣٪ ته رسيدلی دی.
د لګښت له پلوه له تېرې جنورۍ نه تر فبرورۍ پورې د ګرد هېواد مالي لګښت نژدې ١٤٠٠ مليارډه يوانه وو چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ٣٣٪ زيات ښکاريده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |