د چين د ملي ولسي کانګريس استازې او د جيانګ سو ولايت د منګ لان ګروپ مشرې چيان يو باو په ١١ مه نېټه له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې اوس بهر ته د ملکي تصديو د وتلو تګلاره لا نه ده پلې شوې، هيله من دی چې مفصل مقررات ژر وټاکل شي. دولتي شورا په ٢٠١٠ کال کې د ملکي پانګونې د هڅولو په باب نظرياتو په نامه سند خپور کړ او اړونده تدبيرونه يې هم غوره کړل ، خو مشخص مقررات او قواعد لا تراوسه نه دي طرح شوي . د چين د سوداګرۍ وزيرمرستيال جيانګ جه وي څو ورځې مخکې ويلي چې اوس دغه مقررات د طرحولو په حال کې دي او ژر به يې صادر شی.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |