د چين د دوو ملي مجلسونو په موده کې صدراعظم ون جيا باو د حکومتي کارونو په راپور کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به د اقتصادي پرمختتګ د لارې بدلون چټک کړي او د ٢٠١٢ کال د اقتصادي پرمختګ موخه ٧.٥٪ سلنې ته ټيټه کړې ده. بهرني خبري رسنۍ نوموړيو موضوعاتو ته پاملرنه کوي.
د م م د سرمنشي مرستيالې نولين هيزير څرګنده کړه چې د چين اقتصاد به په راتلونکي کې لا هم په سالم او چټک پرمختګ کې وي او په مداومه توګه به د اسيا او ارام سمندري سيمې او ټولنې نړۍ لپاره د اقتصادي پرمختګ خوځنده ځواک برابروي. چين د کورونو د عايداتو د لوړولو او د بېوزلو او شتمنو ترمنځ د واټن د نژدېوالي او کمولو لپاره په هڅه کې دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |