د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ١٤مه نېټه وويل، چين بايد نه يوازې د اقتصادي نظام اصلاحاتو ته دوام ورکړي، بلکې دې د سياسي نظام په تيره بيا د کمونېست ګوند او دولتي مشرۍ نظام اصلاحات ترسره کړي.
صدراعظم ون د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې غونډې په مطبوعاتي غونډه کې نوموړې څرګندونې وکړې. له تېرو تاريخي پېښو څخه پاتي شويو منفي اغيزې تر اوسه په پوره توګه نه دي له منځه وړل شوې او په اقتصادي پرمختګ سره د عايداتو د ويشلو نابرابرۍ، اختلاس او فساد په ګډون مسئلې رامنځته شوې دي. چين د دغو مسئلو د حل لپاره نه يوازې د اقتصادي نظام اصلاحاتو ته، بلکې د سياسي نظام په تيره بيا د کمونېست ګوند او دولتي مشرۍ نظام اصلاحاتو ته اړتيا لري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |