CRI Online

په وو شي ښار کې د زړو کسانو نيکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2012-07-06 10:11:07

د چين د اقتصاد په ګړندي پرمختګ سره، د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د وګړيو د ژوند سويه هم په پر له پسې توګه لوړيږي. د چين د جيانګ سو ولايت د وو شي ښاروالي د زړوکسانو ژوند ته په ډېره درنه سترګه ګوری او د دوي لپاره يې ځانګړي اپارتمانونه، ښوونځي او د ساعتېري ځايونه جوړ کړي څو چې زاړه کسان په خوشحالۍ سره د خپل ژوند وروستی موده تېره کړي.

د هرې سې شنبې تر غرمې وروسته د وو شي د نان چانګ ښاري سيمې په سپورټي او کلتوري مرکز کې لس ګونه ښځي ليدل کېږی چې عمر يې له پنځوسو کلونو زيات دی، په ښکليو جامو يې اغوستې او د موسيقۍ په مل د فشن ننداره کوي. دا د وو شي ښار د موډلونو ډله ده چې په جيانګ سو ولايت کې هم شهرت لري. دغه ډله په ٢٠٠٨ کال کې جوړه شوه .

غړې شو پين د تقاعد مخکې د يوې دولتي تصدۍ اداره کوونکې وه، له تقاعد وروسته يې د ملګرو تر لارښوونې په دغه ډله کې ګډون وکړ او د فشن شو يې زده کړه. هغې خبريال ته وويل (اواز)

د فشن ننداره د ښځو ښکلا څرګندوي او په دې توګه زموږ ژوند هم نور ښکلی او رنګارنګ کېږی. که څه هم موږ ټول له پنځوسو کلونو نه بوډۍ ښځې يو، کله چې موږ له موسيقۍ په مل ننداره کوو، احساسوو چې د ځوانۍ مودې ته راستانه شوو.

ټولو ته مالومه ده چې د موډل په شان د فشن شو ننداره کول اسان کار نه دي، په تېره بيا د بوډۍ ښځو لپاره. خو دوی د مسلکي ښوونکې شو ياو جون تر لارښوونې لاندې په ډېر زيار سره په روزنه بوخت دي. غړې لي شين پينګ وويل (اواز)

په پيل کې ډېر مشکل وو، څرنګه چې موږ مخکې په دې هکله کوم مالومات نه درلودل . وروسته تر څو کلونو کوښښونو د لوکس ځوانانو په شان ننداره کولی شو، زموږ ښوونکې هم ويلی سره له دې چې ستاسی عمرونه زيات دي، خو د نندارې کچه دې د ځوانانو په پرتله کمزوری نه ده چې په پايله کې پر ځان ډاډماډ قوي شوی دی .

اوس د دغې ډلې د ننداره پخه شوې او شکلونه يې زياتېږي او سويه يې هم په پر له پسې توګه لوړېږی چې د ولايت او ښار په کچه سياليو کې يې څو څو ځلې لومړی او يا دوهمه درجه جايزه ګټلې ده.

د عمر زياتوالی طبيعی اصل دی او نه بدلېږی. خو که د ځوانۍ احساسات ښه وساتل شي، نو خپله ښکلا به هم اوږده شي.

څه موده مخکې د وو شي ښار د هوانګ شيانګ د هستوګنې په سيمه کې د پوستي ټکټونو نندارتون جوړ شو چې دغه ټکټونه ټول د تقاعد شويو کارګرو لخوا برابرېدل . د يادولو ده چې د بايسکل سپورټ په هکله پوستي ټکټونه د سپين ږيري وو چي هوا لخوا د زياتو کلونو لپاره راغونډ شوي او په اته پنځوسو هېوادونو پورې اړه لری او د بايسکل د سرچينې، توليد، استعمال او د يوې لوبې په توګه د کارولو بهير ښکاريږی او ستر ارزښت لري.

ښاغلي وو چي هوا مخکې د وو شي د بايسکل زينونو توليدولو په فابريکه کې کار کاوه. هغه د تېرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې يې د بايسکل په هکله د پوستي ټکټونو د راغونډولو سره علاقه پيدا کړه او د بايسکل په اړه څه دپاسه سل پوستي ټکټونه يې له دېرشو کلونو راهيسې د تبادلې، ليلام او د ملګريو لخوا د بسپنې په توګه له لارې راغونډ کړي دي. دغه پوستي ټکټونه د وو چي هوا لپاره ډېر قيمتي شيان بلل کېږی. ده خبريال ته د ځينو پوستي ټکټونو ځانګړتياوې بيانې کړې. (اواز)

دا د امريکا لومړي ټکټونه دي چې په هغه وخت کې په امريکا کې دولتي پوستي اداره نه وه جوړه شوې او پوستي ټکټونه يې ټول د شخصي ډاډخانو لخوا چاپېدل . دا په ١٩٠٢ کال کې د بايسکل توليدولو د يوې فابريکې په اړه يو ټکټ دی چې بايسکل تازه جوړ شوی او د بايسکل پلورلو اعلان و دغه ټکټ په ١٩٥٣ کال کې د ايتاليا په چاپېر د بايسکل سيالۍ په اړه دی.

ښاغلي وو له دغو قيمتي پوستي ټکټونو څخه د ژوند ډير خوند او مزه اخستی شی . که څه هم علاقه او مينه يوازې د ژوند يوه برخه ده، خو له ډېرو کلونو وروسته به د ژوند يو ارزښتناک حاصل وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای