CRI Online

په سندرو د ئي قوم کلتور خپرېدا

cri     (GMT+08:00) 2012-07-26 16:05:02

د ئي قوم د چين له هغو قومونو څخه يو دی چې لرغونی تاريخ او کلتور لري. په لرغوني زمانه کې دغه قوم د جنترۍ او مذهبي عقيدې په هکله ژورې څېړنې کړې. د لرغونو اسنادو د تحقيقاتو له مخې، د ئي قوم د اتلسو مياشتو په شمول لمريزې جنتری په نړۍ کې تر ټولو قديمي تقويم دی چې د يون نان ولايت د ئي خپلواکې سيمې د وو دينګ په ولسوالی کې پيدا شوې. سره له دې چې دلته د تاريخ او کلتور بنسټ کلک ، طبيعي منظرې يې ښکلۍ دي او قومي دودونه يې ښه ساتل شوي دي، خو له دې امله چې د ولسوالۍ د عمومي پراخوالي اوه نوی سلنه غرنۍ سيمې دي، نو اقتصاد يې وروسته پاتی دی چې په نتيجه کې ډېری قومي کولتوري ميراثونه په ښه توګه نه دي ساتل شوي او حتی قومي ژبه .

يو ځايي ښوونکي وويل (اواز)

موږ له خپلې قومي ژبې او سندرو سره ښه بلد نه يو ، څرنګه چې د ماشومتوب په موده کې مو د زده کړې لپاره له خپل ټاټوبي څخه بل ځاي ته ولاړ شوو، ډېرې قومي سندرې پخوا ښه خپرېدې، خو اوس يې موږ ويلی نه شو.

د ئي قوم په کلتور کې قومي سندرې ډېرې ځانګړتياوې لري او د کار او ژوند په بهير کې ګام په ګام جوړېږی چې د وګړيو د روحياتي عقيدې او د ژوند وضعيت څرګندوی دی. نو د چين په ډېرو ملي لږکيو کې قومي سندرې د قومي کلتور او هنر د خپرېدا يوه مهمه لاره ده.

د تېر کال په جون کې د طلايي لمرګل په نامه د ئي قوم ماشومانو د کورس ډله جوړه شوه او ځايي زاړه هنرمندان او مسلکي ښوونکي د ماشومانو د ښوونکيو په توګه استخدام شول چې له دې وروسته د ئي قوم ماشومانو لپاره د سندرې ويلو مناسبه زمينه برابره شوېده. (اواز)

همدااوس تاسو د دغې ډلې لخوا په ئي قومي ژبه ويل شوې سندره واورېدله. د دې ډلې ښوونکې ين ځه هوې خبريال ته وويل (اواز)

اوس دغه ډله شپاړس ماشومان لري چې په کليوالو سيمو کې انتخاب شوي دي. که څه هم د دوی د ژوند شرايط دومره ښه نه دي، خو دوی ټول له موسيقۍ سره ډېره مينه لري.

دغې ډلې ته د ټولنيزې پاملرنې د زياتولو لپاره، ځايي حکومت د تېر کال په اګست کې درې ډلې داوطلبان ترتيب کړی چې د ئي قوم له غرنې سمې څخه لاړ شی تر څو د ښاري کلتور او د ملي لږکۍ قومي موسيقۍ تر منځ يو پل جوړ شي. داوطلب هو شياو ګه خبريال ته وويل (اواز)

کله چې غرني کلي ته ننوتلو ، و مو ليدل چې زړو هنرمندانو ماشومانو ته د قومي سندرو ويلو او د ونې پاڼې وهلو مهارتونه ورزده کول . ماشومانو ښه په غور زده کوله. زما په اند، دوی له خپل قومي هنر سره ډېری اشنا دي، خو اوس دوی ډېر کوچني دي نو په ژوره يې نه پېژني.

سمه ده چې د قومي کلتور د خپرېدا دنده يوازی د يوه کورس له لارې ترسره نشی کېدای .د روان کال د اپريل په پنځه ويشتمه نېټه د وو دينګ ولسوالۍ په جين چنګ لومړی ښوونځی کې د طلايي لمر ګل په نامه کورس لپاره يو درسي کوټه جوړه شوه. دغه ښوونځی په ١٩٠٨کال کې جوړ شو او غوره ښوونيزې تجربې لري. په درسي کوټه کې د ثبتولو تجهيزات او بېلا بېلې موسيقې الې ايښودل شوي دي. د دې درسي کوټې د بشپړېدو په مراسمو کې ماشومانو په ښکليو سندرو نندارچيانو ته د يو کال راهيسې روزنيزه پايله وښودله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای