CRI Online

د چين لومړۍ ښځينه ستور مزلې ليو يانګ

cri     (GMT+08:00) 2012-07-30 16:02:01

د روان کال په جون مياشت کې د شن جو نهم نمبر فضايي بيړۍ چې د چين لخوا پخپله جوړه شوې، فضا ته وتوغول شوه او دغه تاريخي لاسته راوړنې د نړۍ د توجه وړ ټکی ګرځېدلی ، خو ښځينه ستورمزلې ليو يانګ د ډېرې پاملرنې وړ ده. په چين کې د لومړۍ ښځينه ستورمزلې په توګه ددې د ودې او ژوند بهير څرنګه دی ؟

د تېر جون مياشتې د نهه ويشتمې نېټې په يوولسو بجو شل دقيقو، د داخلي مغولستان د اموګران په دښت کې، د شن جو نهم نمبر فضايي بيړۍ بيرته ځمکې ته راکښته شوه او ليو يانګ له کپسول څخه د وتلو په وخت کې لنډه وينا کې يې د ديارلس ورځنۍ فضايي ژوند په هکله خپلې خاطرې څرګندې کړې او و يې ويل (اواز)

د تيانګونګ فضايي اډه زموږ کور دی چې ډېر ارام دی. موږ په خپل وطن ډېر وياړ او افتخار يو .

ليو يانګ د ١٩٧٨ کال په اکتوبر کې زېږېدلی، د ښې زده کړې نه پرته، يې له ماشومتوب څخه په هره برخه کې پرمختګ موندلی چې بېلا بېلې جايزې يې تر لاسه کړې او د ښوونکيو او پلار و مور لخوا وستايله شوه.

١٩٩٧ کال کله چې ليو يانګ د جنګ جو ښار په يوولسم ښوونځي کې ددوولس ټولګي زده کوونکې وه، په هه نان ولايت کې د الوتکې د پيلوټې په توګه ومنل شوه چې په دې توګه يې د نورو نجونو په پرتله ځانګړې تجربې درلودې.

ليو يانګ خبريال ته وويل (اواز)

د لومړي ځل لپاره مې په الوتکه کې د الوت کولو په وخت کې دا احساس درلود چې ځمکې له ما څخه ورو ورو ليری کېدې، ډېر د حيرانتيا احساس و، خو د ډار احساس مې نه درلود او له ځانه مې پوښتنه کوله چې دغه ډول اوسپنيزه قوطی څنګه په هوا کې الوت کولی شی؟.

د الوتنې په پوهنځي کې تر څلور کلنی زده کړې وروسته، ليو يانګ په ٢٠٠١ کال کې د هوايي ځواک د باروړونکې الوتکې يوه پيلوټه وګرځېدله. د الوتنې په نهو کلونو کې ليويانګ پنځه ډوله الوتکې چلولی او په امن يې يو زر شپږ سوه او اتيا ساعته الوتنې کړې او ډېر ځله يې د پوځي تمرينونو او ژغورنې دندې ترسره کړې دي . په ٢٠١٠ کال کې ليو يانګ د ښځو ستورمزليو په انتخاب کې ګډون وکړ .

د ٢٠١٠ کال په مې مياشت کې ليو يانګ د چين په لومړې ډله ښځينه ستورمزليو کې شامله شوه او له نيکه مرغه يې له تيانګونګ اډې سره د شن جو نهم نمبر کپسول اتصال دنده په غاړه درلوده، خو دا دنده ډېره سخته وه چې بايد په دوو کلونو کې د يوې ستورمزلې په توګه د څوارلسو کلونو درسونه بشپړ شي. ليو يانګ د دې بهير د يادولو په وخت کې وويل (اواز)

په لنډو دوو کلونو کې د ډېرو پوهنو او مالوماتو خپلول زما لپاره يوه درنه دنده وه په بله ژبه هره ورځ به مې له سهاره تر شپې پورې زده کوله ، حتی په دغو دوو کلونو کې د پوهنځي له دروازې و نه وتم او د مغازې سيل مې هم و نه کړ .

د زده کړې نه پرته، روزنه هم سخته دنده ده چې بدني روزنه، د چاپېريال پېژندلو روزنه او روانه روزنه پکې شامل دي . دغه روزنې د هر فضايي پيلوټ لپاره ټاکل کېږی او سختوالی يې د سړي او ښځې لپاره يو شان دی. ليو يانګ وويل (اواز)

زموږ روزنې د نارينه وو ستورمزليو سره يو شان دي، څرنګه چې فضايي چاپېريال د ښځو له امله نه بدليږی.

د دوه کلنو سختوروزنو او څو څو ځلې جدي ازموينو په تېرېدو سره، ليو يانګ د شن جو نهم نمبر ستوربيړۍ د چلولو په عمله کې شامله شوه او د چين لومړۍ ښځينه ستورمزلې وګرځېده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای