CRI Online

د استوګنې په سيمه کې داوطلب شو شيانګ لينګ (١)

cri     (GMT+08:00) 2012-07-31 09:05:42

د ګوانګ دونګ ولايت د دونګ ګوان ښار د هنګ لي علاقه دارۍ په ګه کنګ کلی کې يو مرکز شته چې د کليوالو کارګرو او د دوی د اولادونو

لپاره خدمتونه کوي چې د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه دغه کلي ته راغلي دي. د دې مرکز جوړونکي شو شيانګ لينګ او د ده مېرمن د هانکانګ تقاعد شوي کارکوونکي دي. دوی دواړو د دې مرکز د جوړولو اوو کالو راهيسې لپاره ډېرې هڅې کړې چې خپلې زده کړې ته د دوام ورکولو په غرض د ياد شويو کارګرو له څه دپاسه يو زر تنو اولادونو سره مرسته کړې او له يو لکو تنو نه زيات بې وزلو وګړود دوی له مرستو څخه ګټه اخيستې ده .

شو شيانګ لينګ په ١٩٣٣ کال کې په هانکانګ کې زېږېدلی او له ١٩٦٤ کال څخه يې د يو داوطلب په توګه د استوګنې په سيمه کې په خدمت پيل وکړ. په ١٩٩٣ کال کې يې د غوره خدمت له امله د هانکانګ د لومړې ډلې د غښتلي کارکوونکي په توګه ووياړل شو . اوس ښاغلي شو د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د ټاکنو کمېټې غړی او د ټولنيزو چارو د تبادلې شورا رئيس دی. په ٢٠٠٥ کال کې هغه له خپلې مېرمن سره په خپلو ټولو پيسو د دونګ ګوان ښار په هنګ لي علاقه دارۍ کې د کډوالو کارګرو د خدمت لپاره په چين کې لومړی داسی مرکز جوړ کړ چې هيڅ ګټه نه اخلي . ښاغلي شو د دېرشو کلونو لپاره د هانکانګ د استوګنې په سيمو کې خدمتونه کړي وو. هغه خبريال ته وويل (اواز)

د ژوند په هکله زما نظر د ټولنيز کار په اړه تر دوه کلنۍ روزنې وروسته بدل شوی، زما په اند، دغه کار نه يوازی کار بلکی عمري دنده هم ده. له بې وزليو کسانو سره مرسته کول زما عمري دنده ده.

د دونګ ګوان ښار هنګ لي علاقه داری د ښاغلي شو او دده مېرمنې لپاره يو ښه ځای دی. ځکه چې په ١٩٨٦ کال کې د خپل ملګری په بلنه، په دې ځای په خوشحالۍ سره ددوي د واده رخصتی تېره شوې او هغه وخت کې يې پرېکړه کړې چې په دی ځای کې د دايمي استوګنې لپاره کور واخلي .

په ١٩٩٣ کال کې ښاغلي شو تقاعد شو او په هنګ لي علاقه دارۍ کې يې په استوګنې پيل وکړ. له ځايي کسانو سره يې د اوږدې مودې تر استوګنې وروسته، دا نيت درلود چې د هېواد له نورو سيمو څخه د راغلو کارګرو سره مرسته وکړي. دونګ ګوان ښار د نړيوالې فابريکې په توګه بلل کېږي ، څرنګه چې د هېواد له نورو سيمو څخه د راغلو کارګرو شمېر د ځايي کسانو په پرتله څو واره زيات دی، خو د بېلا بېلو عواملو له امله، د دوی ژوندکې ډول ډول ستونزې او مشکلات پيدا کېږی ، نو ښاغلي شو او د ده مېرمن وغوښتل چې د خپل توان په اندازه له دوی سره مرسته وکړي. د اوږد وخت تر زيارونو او کوښښونو وروسته، ښاغلي شو او د ده مېرمن د خپل تقاعد په پيسو د استوګنې په سيمه کې يو خدمتي مرکز جوړ کړ چې په دې توګه په ٢٠٠٥ کال کې دغه مرکز يعنی په چين کې لومړی غيرګټې خدمتي مرکز په رسمي توګه په کار پيل شو.

خو په پيل کې د دغه مرکز کارونه ډېر ستونزمن وو، که څه هم د دوی موخه د نورو سيمو د راغلو کارګرو سره مرسته کول دي، خو دغه کارګران د دوی وړيا خدمت په هکله شکمن وو. د نورو کسانو لخوا د داوطلبانه کار د ښې پېژندنې لپاره، ښاغلي شو د کليوالو کارګرو لپاره د پينګ پونګ لوبې د سياليو، د فلم کتلو او سندرې ويلو په شمول رنګارنګ فعاليتونه ترتيب کړي چې د دواړو خواوو تر منځ تفاهم او اعتماد پياوړی شي. ښاغلي شو او د ده مېرمن په تودو احساساتو سره د کليوالو کارګرو زياتې ستونزې ليرې کړې او له دوي سره تر ژورې تبادلې وروسته يې د خدمت موخه ددوي اولادونو ته اړولې ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای