CRI Online

د استوګنې په سيمه کې داوطلب شو شيانګ لينګ(٢)

cri     (GMT+08:00) 2012-08-13 15:46:05

مېرمن شو چې تان څوی ليان نوميږي ، پخوا د هانکانګ د يوې راډيو يوه ويانده وه، د ښاغلي شو نژدې همکاره ده. د زياتو ملګرو او پياوړی ځواک په لرلو سره، مېرمن شو د ډله ييز واده او خيريه ماښامي غونډې په شمول ډېر فعاليتونه جوړ کړي چې د دې مرکز اغېزې ورځ په ورځ پراخې شوې. هغې وويل (اواز)

موږ لا هم د نورو زياتو فعاليتونو د تطبيق توان لرو، د ښاغلي شو کاري تجربې او زما زيات ملګري دا ټول د کار د ښه ترسره کولو لپاره پياوړی ملاتړ دی.

دغه مرکز د جوړېدو له اوو کلونو راپدې خوا څه دپاسه دری زره تنه غړي منلي او د دوی تر مرستې لاندې د کليوالو کارګرو څه نا څه زر تنه اولادونه بيرته ښوونځيو ته تللي دي. پر دې سربيره، د سلو زرو تنو نه زياتو ستونزمنو کسانو د دې مرکز مرستې اخيستې دي. ښاغلي شو او د ده مېرمن په دې برخه کې ډېر زيار او کوښښونه کړي دي.

د دې خدمتي مرکز په څلورو پنځه پوړيزو ودانيو کې دفترونه، خوړن ځاي، کتابتون، د لوبې ، د هنر او کومپوتر کوټې شته دي. هره ورځ تر غرمۍ وروسته په څلورو بجو د کليوالو کارګرو اولادونه تر درس وروسته خدمتي مرکز ته راځي . دوی تر ثبتولو وروسته پخپله خوښه کتابونه لولي او يا تکاليف ليکي . ماشومان په زياتې بيدارۍ سره د مرکز د بېلا بېلو اصولو مرعات کوي او دلته يې د زده کړې او ژوند ښه عادت تر لاسه کړی دی. د کليوالو کارګرو لپاره، دې مرکز د دوی انديښنه ليری کړې ده.

د ماښام په وخت، ماشومان چې خپل تمرينات يې بشپړ کړي او ډوډۍ يې خوړلې ده، د دې مرکز په ترتيب شويو رنګارنګ فعاليتونو کې يا لوبې کوي ، يا سندرې وايي او يا نڅا کوي . ويل کېږی چې ماشومان دلته په خوښۍ وخت تېروي.

د هانکانګ سوداګر شانګ وې څان چې په دونګ ګوان ښار کې پانګونې کوي، هم د ټولنيزو کارونو ستاينه وکړه او و يې ويل (اواز)

د يوې تصدۍ په توګه، موږ بايد ټولنيزې دندې تر سره کړو. څرنګه چې له نورو سيمو څخه راغلي کليوال کارګران نه يوازې د تصديو خاوندانو ته ګټي رسوي، دوی هم د دونګ ګوان د پرمختګ په بهير کې خپل خدمتونه ترسره کوي. نو موږ بايد د دوی ژوند ته زياته پاملرنه او له دوی سره مرستې برابرې کړو.

د ښاغلي شو او د ده مېرمن خيريه عمل د ټولنې او حکومت لخوا ومنل شو او په ګوانګ دونګ ولايت کې يو مثال ګرځېدلی. د دونګ ګوان ښار د هنګ لي علاقه دارۍ د تبليغاتو او روزنې دفتر مرستيال د دې مرکز لوړه قدردانی وکړه او و يې ويل (اواز)

دغه مرکز په دونګ ګوان ښار کې مخکې جوړ شوی او پر شاوخوا علاقه داريو اغېزمن دی. د دې مرکز تر کوښښ لاندې اوس په دونګ ګوان ښار کې د استوګنې په سيمه کې داوطلبانه کار هڅول شوی او داوطلبانو شمېر ډېر زيات شوی دی. زه احساسوم اوس مهال دونګ ګوان ښار د هغو کارګرو لپاره چې له نورو سيمو څخه راغلي، نور زيات جلبوونکی دی.

اوس په دغه مرکز کې د کارکوونکيو شمېر له سلو تنو نه زيات دی چې ځينې يې د حکومت لخوا ګمارل کېږی او ځيني يې د ښاغلي شو تر اغېزې لاندې دلته راغلي دي. ښاغلي ليو جيان چې د ماسترۍ درجه يې تر لاسه کړې ، د دغه مرکز د پروګرام څانګې مشر دنده پر غاړه واخيستله. هغه خبريال ته وويل (اواز)

کله چې مې په پوهنتون کې د ټولنيز کار په تخصص کې زده کوله، د ښاغلي شو نوم واورېد او د ده له کارنامې څخه ډېر اغېزمن وم. نو له فراغت وروسته سمدلاسه دلته راغلم .زموږ کارونه له ډېرو کسانو سره مرستې کولای شي، او د دوی بدلون په ليدلو سره موږ هم خوشحاله يو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای