CRI Online

زما په لاسونو ستا د کلونو خوب په حقيقت بدل شو

cri     (GMT+08:00) 2012-08-17 17:18:11

په دې وروستيو ورځو کې د جيانګ شي ولايت د معيوبينو ټولنې د اولمپيک په سپورټي مرکز کې د وزن پورته کولو روزونکي تانګ چون ژونګ لږ څه راحت شو ځکه چې د ده زده کوونکۍ شياو څوی جوان او شو يان مې به ژر د لندن د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې برخه ولري. اوس دوی دواړه تر سختې سيالی مخکې وروستي تياريانې نيسي او ښاغلي تانګ چون ژونګ په عمده توګه د انټرنيټي شبکې په وسيله له دوي سره د روزنې لارښوونه کوي.

که څه هم ښاغلي تانګ دا ځل لندن ته نه ځي، خو هغه له اولمپيک لوبو سره ډېر اشنا دی. د ٢٠٠٤ کال د اتن او د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې هغه د خپلو زده کوونکيو په مشری ګډون کړی او دوی ته يې مستقيمې لارښوونې او هڅونې ور کړې وې. شياو څوی جوان حتی په دغو لوبو کې يو د سرو زرو او يو د ژېړو مډال ګټلی دی.

د تانګ چون ژونګ زياتره زده کوونکي په پښو شل دي، خو هغه سالم سړی دی. د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې تانګ چون ژونګ د وزن پورته کولو په اړه د جيانګ شي ولايت د فو جو ښار يو مسلکي لوبغاړی و، خو د ملي لوبډلې په روزنه کې متاسفانه د زنګون بند يې مات شو چې په نتيجه کې برخليک يې بدل شو. ده وويل (اواز)

هغه وخت مې په دولتي لوبډله کې د روزنې په بهير کې پښه ټپې شوه او د زنګون بند مې مات شو چې له دې امله له لوبډلې څخه جلا او بيا په فوجو ښار کې يو روزونکی شوم . وروسته مې په ١٩٩٩ کال کې د ولايت د معيوبانو ټولنې په سپارښتنه په همدې ښار کې د معيوبو لوبغاړو د روزونکي دنده پر غاړه واخيستله. .

په همدې کال کې تانګ څون ژونګ د معيوبينو ځايي ټولنې تر مرستې لاندې په کليوالو سيمو کې کور په کور د هغو معيوبو زده کوونکيو د موندلو لپاره منډی ترړې کولې . هغه وويل اوس ډېر سالم ماشومان هم غواړي په سپورټي سيالۍ کې ښه موفقيتونه وګټي څو چې د کانکور په ازموينه کې څو نمرې زياتې شی. خو د معيوبو لوبغاړيو انتخاب بيخي جلا خبره ده . ده وويل (اواز)

بايد وويل شی چې کليوال معيوب ماشومان په سپورت دومره ښه نه پوهېږي، ما يوازې دوی ته وويل چې د ژوند لګښت د حکومت لخوا تهيه کېږی، څرنګه چې هغه وخت په کلوالو سيمو کې د ژوند سوريه ډېره ټيټه وه او معيوبين د کار توان نه لري، نو ددوي پلارونه او ميندې په دې خوښ شول چې خپل اولادونه لوبډلې ته وليږي

د لس تنو زده کوونکيو تر انتخابېدو وروسته، د فو جو ښار په سپورټي مرکز کې د تانګ چون ژونګ روزنه پيل شوه. له دې امله چې دغه زده کوونکي شل دي او د اوږدې مودې لپاره يې د امسا په زور تلل ، نو د لاسونو زور يې ډېر غښتلی دی. ژوند د دوی لپاره هم د روزنې يوه برخه ده، خو ډېر سخته روزنه ګڼل کېږی. ښاغلي تانګ وويل (اواز)

روزنځای له خوړنځي څخه يو کيلو متر واټن لري چې دا د معيوبينو لپاره ډېر ليری واټن دی. په تېره بيا د باران او واورې په ورځو کې د لکړې په وسيله د يو کيلومترو واټن تر تللو وروسته د دوی ټول کالي لانده شوي دي.

په ٢٠٠٣ کال کې ښاغلي تانګ د خپلو زده کوونکيو په مشرۍ په ملي سپورټي لوبو کې ګډون وکړ او اتلس کلنې شياو څو جوان ښه مقام تر لاسه کړ بيا د ٢٠٠٤ کال د اتن په اولمپيک لوبو کې شياو څو جوان د ژېړو مډال وګاټه. د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې هم شياو څو جوان د سل کيلو ګرامو په کچه د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. کله چې د چين ملي بيرغ پورته کېده، ښاغلي تانګ ډېراغيزمن شو او و يې ويل (اواز)

د روزونکي او لوبغاړيو تر منځ اړيکې به ښايي د ښوونکي او زده کوونکيو تر منځ تر اړيکو لا نژدې وي. تاسې بايد دوی ته د زړه له کومې پاملرنه وکړئ، څرنګه چې دوی په سر کې د کلابند په حال کې ژوند کاوه. البته که دوي بريالی شی ، روحيه به يې بدله شي، ځکه چې پر ځان باور غښتلی شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای