CRI Online

په چين کې د زړو کسانو د ژوند ضمانت لپاره سيستم اساسا جوړ شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2012-08-23 17:04:10

په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د زړو کسانو شمېر په ګړندي توګه زيات شوی، نو حکومت د زړو کسانو د ژوند ضمانت او دوی ته د خدمت کولو لپاره فعال تدبيرونه نيولي چې اړوند سيستم په بنسټيزه توګه جوړ شوی دی. د چين د ملکي چارو د وزارت چارواکي په دې وروستيو ورځو کې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چين به د عمر په وروستۍ موده کې د زړو کسانو د ښه او نيکمرغه ژوند د تېرېدو لپاره ډېرې پانګې واچوي.

اتيا کلن سپين ږېری جيا چې د لياو نينګ ولايت د فو شون په ښار کې اوسيږی، خبريال ته وويل هغه پنځه اولادونه لري، دوی په کار بوخت دي، نود خپل پلار د ښې پالنې لپاره زيات وخت نه لري. سپين ږيري جيا تر تقاعد وروسته کله نا کله د زړو کسانو د فعاليت مرکز ته ځي او له نورو سپين ږېريو او سپين سريو سره هلته ګپ شپ کوي او يا د زړو کسانو په ځانګړي ښوونځي کې درسونه اوري. هغه وويل په هغه ځای کې يې ډېره خوشحالی پيدا کړې

زاړه کسان کولی شي چې په مرکز کې ډول ډول کتابونه او مجلې ولولي او د شطرنج او پينګ پانګ لوبې وکړي او په اوونۍ کې د دريو ورځو لپاره د زړو کسانو په ښوونځي کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ زده وکړي . پر دې سربيره، په مرکز کې سلماني، حمام او خوړنځی هم شته .

اوس په چين کې د هغو زړو کسانو شمېر چې عمرونه يې له اتيا کلونو نه زيات دي، يو سل پنځه اتيا مليونو ته رسيدلي چې د عمومي نفوس په سلو کې ديارلس اعشاريه اوه نيسی. دا يو واقعت دی چې لس کاله مخکې، په چين کې د زړو کسانو شمېر د عمومي نفوس لس سلنه نيولې او چين داسې هېواد ګرځېدلی چې د نفوسو د زړېدو سرعت يې ګړندی شوی دی. نو د چين حکومت د روانې پېړۍ په سر کې د استوګنې په سيمو او په خپلو کورونو کې د زړو کسانو د ساتنې او پالنې په خدمتونو پيل وکړ او له ٢٠٠١ کال څخه په پر له پسې دريو کلونو کې يې د ديارلس مليارډو او څلورو سوو مليونو يوانو په لګولو سره د زړو کسانو لپاره دوه دېرش زره خدمتي مرکزونه جوړ کړي او د استوګنې په سيمو کې چې د زړو کسانو د پالنې او ساتنې او د روغتيا اعادې مرکزونو د جوړولو لپاره هم هڅه کړې او کوي يې . تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د استوګنې په سيمو کې څه نا څه درې نيم زره خدمتي مرکزونه او څلور څلويښت زره خدمتي شعبې جوړې شوي او زاړه کسان له نژدې نه له بېلا بېلو خدمتونو څخه ګټه اخيستی شي .

د ملکي چارو وزارت د ټولنېزې خيريت د هڅولو ادارې د زړو کسانو او معيوبينو د خيريه دفتر مرستيال لي بانګ هوا وويل

په دغو خدمتي مرکزونو يا شعبو کې د کور پاکولو، د فلج شويو زړو کسانو د پالنې او امنيتي خدمتونه برابرېږي. پردې سربيره، د دوی لپاره د زده کړې ، ورځنۍ پالنې ، ساتيري او ډوډۍ برابرولو خدمتونه هم تهيه کېږي .

د استوګنې په سيمو کې د خدمتي مرکزونو د پراخولو په عين وخت کې نور خدمتي ارګانونه هم جوړ شوي دي. ويل کېږي چې په چين کې د ټولنې لخوا د زړو کسانو خدمتي سيستم په بنسټيزه توګه جوړ شوی دی. خو ښاغلي لي وويل په چين کې د نفوس د زړېدو بهير ګړنديتوب په داسې حال کې رامنځته شو چې هېواد لا شتمن نه دی ، د چين عمومي اقتصادي توان لا کمزور دی او په عين وخت کې يې د زړو کسانو لپاره د اوسنيو خدمتي مرکزونو شمېر ريښتنې اړتياوې نه شي پوره کولای، نو په راتلونکي کې به ډېرې ستونزې بيا هم په مخ کې ولرو . هغه وويل د ملکي چارو ارګانونه به د دغو ستونزو د لېرې کولو لپاره فعال تدبيرونه ونسي. ده وويل

موږ به هغو زړو کسانو ته چې عمرونه يې اتيا کاله يا له اتياوو کلونو څخه زيات دي ، مرستندويه پيسې ورکړو تر څو دوی په اړوندو مرکزونو کې د خدمت تر لاسه کولو لپاره د فيس ورکولو او لګښت کافي توان ولري . هر کال د لاټرۍ صندوق نيمه برخه ګټه يعنی تقريبا شپېته مليارډه يوانه پيسې به د زړو کسانو لپاره د ټولنيز خدمت سيستم جوړولو لپاره ولګول شي. پر دې سربيره، په دې چارو کې د شخصي پانګو د ننوتلو لپاره به ډېرې امتيازي تګلارې هم غوره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای