CRI Online

ابی رنګ توتان

cri     (GMT+08:00) 2012-08-27 17:04:20

 ايا تاسو ابی رنګ توتان خوړلي دي؟ دغه ډول مېوه شتمن غذايي مواد او د سترګو دېد د ساتلو او د زوړتيا د ځنډولو اثر لري چې د زړو وړو ښځو او نارينه وو لپاره ډېری مناسبه ده . په چين کې نوی سلنه ابی رنګ توتان د هېواد د شمال ختيځ دا شينګ ان لينګ په غرنۍ سيمه کې توليدېږی.

 قدرمنو اورېدونکو، اوس زه د سوداګريز نندارتون په عمده سيمه کې يم چې دلته ډيره ګڼه ګوڼه ده او د ابی رنګ توتان په شمول غرنی توليدات ډېر د هر کلي وړ دي.

 ياده غرنۍ سيمه له ٢٠٠٩ کال څخه هر کال د ابی رنګ توتانو نړيوال نندراتون جوړوي او سږ کال څلورم نندارتون دی. د شمېرنې له مخې، په دا شينګ ان لينګ کې د شپږ مليونه دری اويا زره هکتارو په پراخوالی ځنګلي سيمه شته او اتيا اعشاريه اوه اتيا سلنه يې په ځنګلونو پوښ شوېده . په دې سيمه کې څه نا څه يو زر دری سوه ډوله وحشي څارويان او نباتات موجود دي په تيره بيا د ابې رنګ توتانو زېرمه د ټول هېواد نوی سلنه نيسي چې کلنۍ توليدي اندازه يې شپږويشت زره ټنه دي، نو دغه سيمه په چين کې د وحشي ابی توتانو ټاټوبی بلل کېږی.

ښاغلي جانګ چې له بېجينګ څخه په سږني نندارتون کی د ګډون لپاره راغی، يوازنی موخه يې د سوداګرۍ يو لوی تړون لاسليک کول دي. هغه خبريال ته وويل 

دغه بازار ډېر ښه دی. زما په اند دغه طبيعی سرچينې نه بدلېدونکې دي، دا شينګ ان لينګ ډېری غوره شرايط لري.

د يوې شمېرنې له مخې، په سږني نندارتون کې د لاسليک شويو تړونونو عمومي ارزښت يو مليارډ دوه سوه او اتلس مليونو يوانو ته رسيدلی چې د تېر کال په پرتله دوه سوه او شپږ مليونه يوانه زيات شوي.

د وحشي ابی رنګ توتانو د ساتلو او دوامدار پرمختګ موندلو لپاره دا شينګ ان لينګ د دغه ډول توتانو د مصنوعي روزنې په عين وخت کې د وحشي توتانو د ساتنې تدبيرونه غوره کوی. په دې وروستيو کلونو کې په مصنوعی ډول د أبي رنګ توتانو د روزلو پراخوالی څلور سوه اته شپېته هکتارو ځمکو ته رسېدلی او اټکل کېږی چې تر ٢٠١٥ کال پورې به دغه رقم پنځه زره دری سوو هکتارو ته ورسيږي.

د ابی رنګ توتانو د روزلو او توليدولو چارو په پرمختګ سره د دا شينګ ان لينګ اقتصاد سمسور شوی او د وګړيو عايدات هم زيات شوي دي. اوس د ابی رنګ توتانو د روزلو او چمتو کولوپه چارو د مشغولو کارګرو منځني کلني عايدات شپاړس زرو يوانو ته رسيدلی او د دې مېوې د ټوکولو کارګرو کلني عايدات په منځنۍ ډول اوه زره يوانه پيسې زياتېږي. کار ګر جانګ شي په دې اړه ژوره خاطره لري. هغې وويل 

مخکې مې د ځنګلي سيمې يوه کارکوونکې يمه او ور پسې د ابی رنګ توتانو يوه اډه چې پراخوالی يې اوه هکتاره دی، زموږ پر غاړه واخيستله، دغه راز زما کلنی عايدات شل زره يوانه زيات شوی دي.

د ابی رنګ توتانو روزلو او چمتو کولو چارو د سيسټماتيکې پرمختيا موندلو لپاره، اوس په دا شينګ ان لينګ سيمه کې د ابی رنګ توتانو د چمتو کولو اډه جوړه شوې چې په هېواد کې تر ټولو لويه ده. اوس د دې مېوې په اړه د لس ډولونو په شمول دوه سوه دوه څلويښت ډوله توليدات نه يوازې د هېواد لويو ښارونو ته بلکې د امريکا، جاپان او جنوبي کوريا په شمول نورو هېوادونو او سيمو ته هم پلورل کېږی. په ٢٠١١ کال کې د ابې رنګ توتانو د روزلو او چمتو کولو چارو توليدي ارزښت څلور سوه دری اويا مليونو يوانو ته رسيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای