CRI Online

په کليوالو سيمو کې د بزګرانو د شتمنۍ کېدو څو تنو کيسې

cri     (GMT+08:00) 2012-09-10 16:48:32

د چين په عمومي نفوسو کې نيمه برخه بزګران دي، نو د بزګرو عايداتو زياتوالی او د ژوند سويې لوړوالی د چين د اقتصادي پرمختګ د برياليتوبنونو يوه مهمه نښه بلل کېږي. د تکنالوژۍ او اقتصاد په پرمختګ سره، چيني بزګران هم د توليد او شغل لارې چارې بدلوي څو چې د ځمکې د استعمال موثريت لوړ او زياتې ګټې تر لاسه کړي.

بزګر فو چنګ هه د هې لونګ جيانګ ولايت په وانګ کوی ولسوالۍ کې اوسيږی، په ١٩٩٤ کال کې هغه په خپل انګړ کې يو پلاستيکی څپر جوړ کړ او پکې يې سبزې او مېوې کرلې. څرنګه چې تازه سبزې او مېوې په ژمي کې کمې ښکارېدې، نو ښې ګټې يې لاس ته راوړې . په دې کال کې فو چنګ هه د سبزيو او مېوو په پلورلو څه نا څه نهه زره يوانه اخيستي وو. ور پسې هغه په پلاستيکی څپر کې د خربزو د کرلو او د کيفيت د لوړتيا لپاره هڅې وکړې . ده په ترڅ کې د ستونزو لېرې کولو په هکله خبريال ته وويل (اواز)

کرهڼيزې چارې له صنعته بېلې دي چې هر کال يوازې تاسو ته يو فرصت برابروي، په تېره بيا د اوبو ورکولو اندازه ډېر مشکل کار دی، که اوبه ډېرې يا کمې وي او يا د کمياوي سرو اچولو اندازه مناسبه نه وي ، نو بزګر ته زيان اړول کېږي

د څو ځلو ناکاميو ازموينو وروسته، فو چنګ هه ګام په ګام د خربزو کرلو لارې چارې ولټولې او د کرنې مساحت يې لوړ کړی او په عين وخت کې يې ډېر علمي ميتودونه خپل کړيدي. اوس د ده په پلاستيکی څپر کې د اوبو شيندلو اتوماتيک تجهيزات او د څارونې او کنترول اټوماتيکې الې نصب شوې دي .

د علمي ميتودونو په کارولو سره د فو چنګ هه لخوا د کرل شويو خربزو کيفيت په پر له پسې توګه لوړېږی. خو په ښار کې د خربزو پلورلو په وخت کې نوی ستونزه پيدا شوه. هغه خبريال ته وويل (اواز)

زما خربزې ډېرې خوږې دي، ډېری کسان زما د خربزو خوښ دي، خو دوي نه پوهيدل چې دغه خوږې خربزې په کوم ځای کې کرل شوې او کله چې دوی بيا غوښتی چې و يې واخلي، خو پيدا يې نه کېدې.

ښاغلي فو تر غور وروسته يو شرکت جوړ کړ چې د خپلو خربزو لپاره سوداګريزه نښه ثبته او په هاربين ښار کې يې خپله ځانګړې مغازه هم خلاصه کړه. څرنګه چې د ده د خربزو کيفيت ډېر ښه دی، نو بيه يې د نورو خربزو په پرتله دری چنده زياته ده ، خو لا هم د اخيستونکو اړتياوې پوره نه شي کولای.

اوس په چين کې په تېره بيا په کليوالو سيمو کې د نفوسو د زړېدا تمايل ډېر سختېږي په بله ژبه د هغو کسانو شمېر چې عمرونه يې له شپېتو کالو زيات ددي، يو سلو شل مليونو تنو ته رسيدلی دی. څنګه د دغو زړو کسانو ژوند ښه شي چې د سخته جسمي کارونه يې نشی کولی ؟

په وانګ کوی ولسوالۍ کې د ټوکرۍ اوبدلو يوه وړوکې فابريکه شته او زياتره کارکوونکي زاړه کسان دي. د دې فابريکې مشر جانګ جيا شين وويل (اواز)

ځوانان د مزدورۍ لپاره ښارونو ته تللي او په کليو کې يوازی زاړه کسان پاتې دي. دوی هم غواړي په خپلو لاسونو څه پېسې واخلي. نو دوی زما په فابريکه کې کار کوي، کارونه دومره درانده نه دي او ګټه يې کمه نه ده. اوس زما په فابريکه کې څه دپاسه دېرش تنه زاړه کسان کار کوي.

د فو چنګ هه لخوا روزل شوې خربزې ډيرې مشهورې دې او د ده کورنۍ ته يې ښې ګټې رسولې دي. د ښاغلي جانګ فابريکه که څه هم کوچنۍ ده، خو د ځايي بزګرانو د عايداتو د لوړتيا او بې وزليو کليوالو د ژوند د ښوالي لپاره يې يوه لاره برابره کړې ده. اوس ډېری شرکتونو په کليوال اقتصاد کې پټ شوی ځواک پيژندلی دی .باور دی چې په راتلونکی کې به د چين د کليوالو سيمو بڼه نوره ښه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای