CRI Online

په بېجينګ کې د ترافيک په برخه کې د چاپېريال ساتنې لپاره ډېرې لارې چارې لګولې

cri     (GMT+08:00) 2012-09-10 17:08:16

لس کاله مخکې، يوګړندی موټر لرل د ډېرو چينايانو هيله وه او د يو تن د حيثيت او ټولنيز مقام استازيتوب هم و. خو له لسو کلونو راهيسې، د چين د اقتصاد په ګړندي پرمختګ او د وګړيو عايداتو په زياتوالي سره، د شخصي موټرونو شمېر د زياتېدو سرعت ډېر ګړندی دی. د وګړيو ژوند ته د اسانتياوو برابرولو په عين وخت کې، د موټرونو شمېر ګړندی زياتوالی د ترافيکي ګڼه ګوڼې او د هوا د ککړتيا سبب دی. د چاپېريال ساتنې په هکله د وګړيو شعورپه لوړتيا سره، د عامه ترافيکي وسيلو استعمال د وګړيو يو عادت ګرځېدلی دی.

د ٢٠١٢ کال تر جنوری پورې په بېجينګ کې د موټرونو شمېر له پنځو مليونو څخه زيات دی چې د ٢٠٠٢ کال په پرتله دری مليونه زيات شوی او اويا سلنه يې شخصي موټرونه دي. د موټرونو د ګړندي زياتوالی د مخنيوی لپاره د بېجينګ ښاروالي په دې وروستيو کلونو کې د موټرونو پلورنې د محدودولو تدبير نيولی. په عين وخت کې په دې ښار کې د عامه ترافيکي تاسيساتو جوړونه هم د چټکېدو په حال کې ده.

ښاغلي شو چې د بېجينګ په ختيځ تونګ جو سيمه کې اوسيږی، په دې وروستيو کلونو کې د بېجينګ د عمومي بسونو سيسټم د پرمختګ په هکله ژوره خاطره لري. هغه هره ورځ سهار په اوو بجو د کار لپاره له کوره وزي . هغه خبريال ته وويل (اواز)

له کوره د وتلو په وخت کې د عمومي بس په تم ځاي کې انتظارکوونکي کم دي ، د پنځلسو کيلو مترو لاره د عمومي بس لپاره تقريبا څلويښت دقيقې په کار دي. هره اوونۍ په پنځو کاري ورځو کې يوه يا دوه ورځې په بس کې تشه څوکۍ پيدا کېږي

په ٢٠١١ کال کې بيجينګ ښاروالی د جينګ تونګ په ګړندی لاره کې چې د تونګ جو سيمې او د بېجينګ مرکزي سيمې تر منځ عمده لار بلل کېږی، د بسونو د سرعت د چټکولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی ، مثلا د عمومي بس لپاره خاصه لار جوړه شوې او فرعی لارې پراخې شوې او داسی نور چې په نتيجه کې يې له تونګ جو څخه د بېجينګ مرکزي سيمې ته د تګ راتګ وخت د پخوا په پرتله څوارلس دقيقی کم شوی او هره ورځ نور زيات دېرش زره کسان ليږل رالېږل کېږي.

د ګړندي عام ترافيک کارپوه شو کانګ مينګ دې ته اشاره وکړه چې له لسو کلونو راهيسې په بېجينګ کې د ګړندي بسونو له کارولو څخه څرګندېږی چې عام ترافيک د وګړيو د تګ راتګ ښه لاره ده چې د چين له مشخصاتو او د وګړيو له اړتيا سره سمون خوري.

د ګړندي بسونو نه پرته، د بېجينګ د ترافيکي سيسټم د يوې مهمې برخې په توګه، د ميټرو يعنی تر ځمکې لاندی د اوسپنيزو لارو ابادی هم په دې وروستيو کلونو کې په پياوړې شوېده. د مالوماتو له مخې، د ٢٠١٢ کال تر پايه پورې به د بېجينګ د ميټرو اوږدوالی څلور سوه دېرش کيلو مترو ته ورسيږي. د چين د ساختماني چارو وزرات پخواني مرستيال تان چينګ ليان وويل په بېجينګ کې د ښاري پټليو له ابادۍ څخه د دې ښار د عامه ترافيک ګړندي پرمختګ څرګندېږی. هغه وويل (اواز)

يوازی په دې شرط چې که له اويا سلنې نه زيات ښاريان د ښاري پټليو او عمومي بسونو په وسيله تګ راتګ کوي ، نو د دې ښار ترافيکي ګڼه ګوڼه او ګډوډی به لېرې شي. په دې وروستيو کلونو کې د بېجينګ په زيارونو او کوښښونو سره، اوس نيمه برخه ښاريان ښاري پټلۍ او عمومي بسونه کاروی چې دا يوه ډېره لويه لاسته راوړنه ده.

له دې نه پرته په تېر جون کې د بيجنګ د دونګ چنګ او چاو يانګ په دوو ښاري سيمو کې دوه زره عامه بايسکلونه په ازمويښتي توګه کارول شويدي. تر جولای پورې په دغو دوو سيمو کې د بايسکل اجارې لپاره دوه زره دری سوه کارتونه ويشل شوي دي.

د يوې شمېرنې له مخې، په ٢٠١١ کال کې د شخصي موټرونو د کارولو انډول د لومړي ځل لپاره ټيټ او د عامه ترافيک کارولو انډول په دوامداره توګه لوړ شوی. له دې څخه ښکاريږی چې د بېجينګ ډېر زيات ښاريان د چاپېريال ساتنې لپاره عامه ترافيکي وسيلې غوره کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای